د تورکیې ولسمشرۍ ماڼۍ د فبروري د ۶ زلزلو په اړه کتاب لیکلی دی
د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست په تورکیه کې د ۲۰۲۳ میلادي کال د فبروري په شپږمه د رامنځته شوې زلزلو په اړه ( د پیړۍ ناورین : د فبروري شپږمه د قهرمان ماراش زلزلې ) په نامه یو کتاب خپور کړ.



د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست په تورکیه کې د ۲۰۲۳ میلادي کال د فبروري په شپږمه د رامنځته شوې زلزلو په اړه ( د پیړۍ ناورین : د فبروري شپږمه د قهرمان ماراش زلزلې ) په نامه یو کتاب خپور کړ.
په دغه کتاب کې چې سریزه د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا لیکل شوې ده ، د پیړۍ د ناورین په توګه یادو شوو زلزلو د لومړۍ شیبو نه د تورکیې دولت او ملت د زلزله ځپلو په ټپونو د مرحم د پټۍ د لګولو په اړه ټولې هلې ځلې ، اقدامات ، کارونه او مرستې پوښښ لاندې نیول شوي دي.
دغه کتاب چې په تورکي، انګلیسي او عربي ژبو چمتو شوی، د "د فبروري شپږمه د قهرمان ماراش زلزلې"، "د پیړۍ د ناورین درک کول"، "له زلزلې وروسته لټون او د ژغورنې فعالیتونه"، "د ناورین پر مهال سالمې اړیکې د ناسم معلوماتو پر وړاندې مبارزه"، " د زلزلې نه وروسته پیوستون" او "له زلزلې وروسته د بیارغونې او بیا جوړونې چارې تر سرلیکونو او فصلونو لاندې جلا جلا معلومات ورکړل شوي دي.
په دې کتاب کې، د لټون او ژغورنې د نړۍوالو ټیمونو کار او فعالیتونو چې د تورکیې د مرستې د غوښتنې نه سمدلاسه وروسته تورکیې ته رارسیدلي وو ، او همدارنګه هغه ټیمونو چې د ناورین وروسته په ساحه کې په چټکه همغږۍ ، بشپړ یووالي سره کار کولو بیان شوي دي. همداشان په ګډه توګه د کار کولو او پیوستون پر اهمیت ټینګار شوی دی.
په دې کتاب کې چې د زلزلې په اړه پکې په مفصل ډول ساینسي معلومات ورکړ شوي دي، د پیړۍ د ناورین له امله رامینځته شوي ورانیو او په طبیعي، تاریخي او کلتوري شتمنیو یې اغیزې هم شاملې دي.
په کتاب کې، چې د سرپناه، تغذیه، رواني ټولنیز ملاتړ او د زده کړې د دوام د تضمین په څیر مرستو په اړه معلوماتو سربیره هغه پروژې چې په سیمه کې د دولت لخوا د بیا رغونې او بیا جوړونو کارونو په چوکاټ کې دي هم یادونه شوې.
دغه کتاب د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په کوربه توب د «تورکي دولتونو فوق العاده سرمشریزې» په غونډه کې د پلاوي مشرانو او غړو ته وړاندې شو.