تورکیې د اسرائیلو پر خلاف سخت غبرګون وښود

تورکيې په لويديځه غاړه کې د اسرائيلي ځواکونو او اسرائيلي ميشتو خلکو له خوا زياتيدونکي بريدونه او تاوتريخوالی په کلکه توګه وغنده.

1956407
تورکیې د اسرائیلو پر خلاف سخت غبرګون وښود
israil bati seria saldiri.jpg
disisleri bakanligi.jpg

تورکيې په لويديځه غاړه کې د اسرائيلي ځواکونو او اسرائيلي ميشتو خلکو له خوا زياتيدونکي بريدونه او تاوتريخوالی په کلکه توګه وغنده.

د تورکیې د  بهرنیو چارو وزارت په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې،

"موږ په لوېدیځه غاړه کې د اسراییلي ځواکونو او اسراییلي میشتو خلکو لخوا د فلسطینیانو پر خلاف د تیري او تاوتریخوالي زیاتیدونکي اقدامات  په کلکه غندو."

په بیان کې ټینګار شوی چې د جنین د کډوالو پر کمپ د اسرائیلي ځواکونو برید او د لویدیځې غاړې په هوارا ښار کې د فلسطینيانو پر وړاندې د اسرائیلي میشتو یهودانو  له لوري د تاوتریخوالي ظالمانه کړنې د منلو وړ نه دي.

په بیان کې راغلي دي چې دغه زیاتیدونکي بریدونه او اعمال په سیمه کې کړکیچ نور هم زیات کړی، د تاوتریخوالي څپو ته لمن وهي او د روژې په مبارکه میاشت کې د تاوتریخوالی د کمولو نړیوالو هڅو ته زیان رسوي.

"موږ د دې بریدونو د پای ته رسولو او د تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه کوو، او د اسرائیلو حکومت ته بلنه ورکوو چې په حساس او مسؤلیت سره عمل وکړي."

د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په شمال کې د جنین د کډوالو پر کمپ د اسرائیلي پوځیانو په برید کې شپږ فلسطینیان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.

اسرائیلي ځواکونه چې وخت نا وخته په اشغال شوې لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې پر کورونو چاپې وهي، فلسطینیان په مختلفو تورونو بندیان کوي.

د اسرائیلي پوځ او یهودي میشت ځایونو د ډزو په پایله کې د روان کال له پیل راهیسې د ښځو او ماشومانو په ګډون  ۷۴  تنه فلسطینیان وژل شوي دي.



اړوند خبرونه