په تورکیه کې د زلزلو له امله د مړو شمیره ۴۵ زرو تنو نه واوښته

په تورکیه کې د فبروري په شپږمه د رامنځته شوو دوو زورورو زلزلو په نتیجه کې د مړو شمیره ۴۵ زرو تنو نه واوښته.

1952969
په تورکیه کې د زلزلو له امله د مړو شمیره ۴۵ زرو تنو نه واوښته

په تورکیه کې د فبروري په شپږمه د رامنځته شوو دوو زورورو زلزلو په نتیجه کې د مړو شمیره ۴۵ زرو تنو نه واوښته.

د تورکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې د فبروري په شپږمه د رامنځته شوو دوو غبرګو زلزلو د ځاني تلفاتو وروستي ارقام اعلان کړل.

د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې وویل چې د فبروري په شپږمه نیټه د رامنځته شوو دوو لویو زلزلو نه وروسته چې په قهرمان ماراش، هاتای ، غازي انتپ، شانلي اورفا، دیاربکر، ادانا، ادیمان، عثمانیه، مالاتیا، کیلیس او ایلازیغ ولایتونو کې ستر ویجاړی رامنځته کړی  تر اوسه پورې ۴۵ زره او ۸۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

همداشان د زلزله ځپلو سیمو نه ۱ میلیون ۹۷۱ زره او ۵۸۹ تنه زلزله ځپلي  تخلیه شوي دي. همداشان په زلزله ځپلو سیمو کې اوس هم  د تورکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې ، پولیسو، پوځ، ژاندارم ځواکونو، سواحلو امنیت ګارډ، اطفایې ، یو زیات شمیر ملکي مرستندویه ټولنو او نړۍوالو مرستندویه او لټون او ژغورنې د پرسونل په ګډون ۶۳۶۸ تنه خپلو دندو ته دوام ورکوي.

همداشان په سیمه کې ۱۸۰۴۰ ساختماني ماشینري ددې پرسونل لخوا کارول کیږي.

سیمې ته د مځکې او هوا له لارې مرستې راروانې دي.

همداشان تر ننه پورې په زلزله ځپلو سیمو کې ۳۵۸ زره ۳۷ خیمې نصب شوي دي.

په ۱۱ زلزله ځپلو ولایتونو کې په ۳۳۲ ټاکل شوو نقطو کې د زلزله ځپلو لپاره کمپونه جوړ شوي . همداشان په لسو ولایتونو کې په ۱۶۲ سیمو کې د کانټینر کورونو د جوړولو چارې دوام لري. د ویلو ده چې دم ګړۍ په زلزله ځپلو سیمو او ددې سیمو نه بهر په کمپونو، کانټینر کورونو، لیلیو، قراردادي هوټلونو، دولتي میلمستونونو او پوهنې وزارت اړوند په تاسیساتو کې جمعآ یو میلیون ۹۱۵ زره او ۶۸۷ تنو زلزله ځپلو ته سرپناه چمتو شوې او د خوراک او څښاک نه نیولې د هغوې ټولې اړتیاوې د دولت لخوا ورکول کیږي.


پيوندونه: #زلزله , #تورکیه

اړوند خبرونه