تورکیه کې په رامنځته شوو دوو سترو زلزلو کې په ادانا ولایت کې ۱۵۰ جوماتونو منارو ډیر سخت زیان لیدلی
د تورکیې په وروستیو دوو سترو زلزلو کې په لسګونو جوماتونو هم سخت زیان لیدلی دی
په تورکیه کې په رامنځته شوو دوو سترو زلزلو کې په ادانا ولایت کې د ۱۵۰ جوماتونو منارو ډیر سخت زیان لیدلی دی.
په اډانا کې، د محمد نوري سابونجو ۶۷ کلن جومات منارو د ډیر سخت زیان لیدو له امله جومات د عبادت پرمخ وتړل شو. د نوموړې جومات ویجاړ شوي مناروې به د مسلکي کسانو تر کنټرول لاندې تخریب کړی شي. د ویلو ده چې په ادانا ولایت کې ۱۴۷۴ جوماتونو کې د زلزلې پر وړاندې د مقامت په اړه لازمې څیړنې ترسره شوي او نمونې ترینه اخیستل شوي دي. چارواکو ویلي دي چې ددې څیړونو په نتیجه کې دا معلومه شوې ده چې د ۱۵۰ جوماتونو منارو سخت زیان لیدلی . د هغه جوماتونو چې منارو يي زیان لیدلی دی په شاوخوا کې کلک امنیتي تدابیر نیولي شوي دي. همداشان د زیانمو شوو منارو د چپه کولو چارې پیل شوي دي. ۶۷ کلن محمد نوري سابونجو جومات، چې ټاکل شوې وه په زلزله کې سخت زیانمن شوی وي، هم د عبادت لپاره وتړل شو .
ويل شوي چې زيانمن شوي منارې به يو په بل پسې ونړول شي. له بلې خوا، دا معلومه شوه چې د سابونجو مرکزي جومات، په منځني ختیځ کې څلورم لوی جومات او په تورکیه کې دویم لوی جومات دی چې په وروستیو زلزلو کې سخت زیانمن شوی دی.