د ناټو سازمان مشر ینس ستولتنبرګ  د زلزله ځپلو سیمو نه د لیدنې په موخه نن تورکیې ته راغی.

د ناټو سازمان مشر د زلزلې له امله د خواخوږۍ د ښودولو لپاره تورکیې ته راغی

1947328
د ناټو سازمان مشر ینس ستولتنبرګ  د زلزله ځپلو سیمو نه د لیدنې په موخه نن تورکیې ته راغی.

 د ناټو سازمان مشر ینس ستولتنبرګ  د زلزله ځپلو سیمو نه د لیدنې په موخه نن تورکیې ته راغی.

د ناټو مشر ینس ستولتنبرګ لومړی د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره لیدنه وکړه.

چاووش اوغلو د ستولتنبرګ سره دوه په دوه د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري‌ غونډه کې ګډون وکړ.

چاووش اوغلو پدې خبري‌ غونډه کې د ستولتنبرګ نه  د قوي‌ همغږۍ او ملاتړ له امله مننه وکړه.

هغه وویل چې د ستولتنبرګ سره پدې لیدنه کې په تورکیه کې د ژمي‌ د شرایطو سره د مناسبو کانټینرونو او خیمو په اړه خبرې وکړې. هغه وویل چې ددې پروژې په چوکاټ کې چې ۳۰۰۰ تنو ته به سرپناه برابره کړي . هغه وویل چې ناټو به په لومړي‌ پړاو کې ۴۰ کانټینرونه او په پاکستان کې ۳۰۰۰ خیمې د هوا له لارې تورکیې ته رانتقال کړي. پده اړه د متحدو هیوادونو سره خبرې شوي.

همداشان ستولتنبرګ بیا وویل چې زلزلې د ناټو سازمان د پولو دننه تر ټولو ستر ناورین دی. همداشان په تورکیه کې رامنځته شوې دا زلزلې تر ټولو ستر ناورین وو.

له زلزلې یوه ورځ وروسته ناټو د تورکیې غوښتنې د ناټو ټولو متحدینو ته وړاندې کړې. د ناټو متحدین خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. د هالنډ، ناروې او انګلستان څخه ځانګړې شوې الوتکې بې له ځنډه مرستې لیږدوي. د ناتو په ټولو هیوادونو کې د تمویل کمپاینونه تنظیم شوي. دوی زموږ د یووالي سمبول دي.

هغه وویل چې زلزله  د ناټو  اتحاد په خاوره کې ترټولو لوی طبیعي ناورین. موږ دلته د تورکیې د بیړنیو ټیمونو د هڅو ستاینه کوو. همداشان د ناټو متحدینو د تورکیې نه د خپل ملاتړ په خاطر بیرغونه ښکته کړل. ناټو د  تورکیې ترڅنګ ده. متحدین به یې ملاتړ ته دوام ورکړي.

همداشان هغه وویل چې د زلزله ځپلو سیمو نه به هم لیدنه وکړي.

د ناټو مشر په ناټو سازمان کې د فنلینډ او سويډن د غړیتوب د بهیر په اړه هم ارزونې وکړې.

هغه وویل چې مونږ پدې برخه کې د تورکیې په مشروع اندیښنو ډیر ښه پوهیږو. خو زه فکر کوم چې په ناټو کې د فنلینډ او سویډن د غړیتوب وخت رارسیدلی دی. د هغوې غوښتنلیکونه باید تصویب شي. دواړو هیوادونو د مادرید د هوکړې نه وروسته ډیر مهم ګامونه اوچت کړي. بندیزونه او محدودیتونه يي‌ لرې کړي. په خپل اساسي قانون کې اصلاحات رامنځته کړي.

زه هم دا خبره کول غواړم. دا هغه پریکړه ده چې د تورکیې پورې اړه لري. دا یوه پریکړه ده چې د تورکیې د حکومت او پارلمان لخوا کیږي. یوازې تورکیه به دا پریکړه وکړي.

زه پوهیږم چې په سویډن کې د قران کریم سوځول په تورکیه کې سخت غبرګونونه راپارولي دي. زه فکر کوم چې د د مقدس کتاب سوځول شرم نه ډکه خبره ده. زه د مسلمانانو احساسات درک کوم، دا عمل په کلکه غندو.

چاوش اوغلو وويل: "موږ نن په خپله دوه اړخيزه غونډه کې پر ځينو سيمه ييزو مسايلو هم خبرې وکړې، موږ فرصت درلود چې د اوکراين د جګړې او د غلو دانو د تړون په څېر مسايلو په اړه بحث وکړو. سره ددې چې دا زموږ د لومړيتوب موضوع نه ده، خو موږ يو ځل بيا په دې اړه پر خپلو بې پرې توقعاتو ټينګار کوو." په ناټو کې د سویډن او فنلند غړیتوب د بهیر په دوړاړه هیوادونه باید ځیني  ګامونه اوچت کړي، په ځانګړې توګه سویډن. وروستي پارونې په هیڅ صورت د منلو وړ ندي.."

د ویلو ده چې د ناټو سازمان سرمنشي‌ ستولتنبرګ وروسته د ولسمشر اردوغان لخوا حضور ته ومنل شو.



اړوند خبرونه