په تورکیه کې په لسو زلزله ځپلو ولایتونو کې اضطراري حالت اعلان شو

د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په تورکیه کې  په زلزله ځپلو ۱۰ ولایتونو کې د ۳ میاشتو لپاره  د اضطراري حالت د اعلانولو پریکړه وکړه.

1943261
په تورکیه کې په لسو زلزله ځپلو ولایتونو کې اضطراري حالت اعلان شو

د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په تورکیه کې  په زلزله ځپلو ۱۰ ولایتونو کې د ۳ میاشتو لپاره  د اضطراري حالت د اعلانولو پریکړه وکړه.

ولسمشر اردوغان  په پلازمینه انقره کې  د دولتي معلوماتو د همغږۍ په مرکز کې  په هیواد کې د وروستیو زلزلو چې مرکز يي قهرمان ماراش ولایت وو په اړه  څرګندونې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې "مونږ نه یوازې د خپل جمهوریت په تاریخ کې، بلکې زمونږ په جغرافیه او نړۍ کې له یو لوی ناورین سره مخ یو."

"پدې زلزله کې زمونږ ۳۵۴۹ تنو هیوادوالو ژوند د لاسه ورکړی  او ۲۲۱۶۸ تنه نور ټپیان شوي دي. زمونږ تر ټولو لوی تسلیت دا دی چې تر اوسه زمونږ له اتو زرو څخه ډیر هیوادوال له نړېدولو ودانیو لاندې  څخه ژوندي ژغورل شوي دي."

هغه وویل چې "د اساسي قانون د ۱۱۹ مادې له خوا مونږ ته د راکړل شوي واک پر بنسټ، مونږ د اضطراري حالت د اعلان پرېکړه کړې ده. موږ هغه لسو ولایتونه کې چې زلزلې سخت ځپلي دي د ناورین د سیمو په توګه اعلانوو چې د ژوند  ورځنۍ چارې پکې  اغیزمن شوي دي."

ولسمشر اردوغان وویل چې تر اوسه پورې ۵۴ زره خیمې، ۱۰۲ زره بسترونه  او چپرکټونه او نور اړین توکي سیمې ته استول شوي دي.

"اوس مهال زمونږ ۵۳۳۱۷ د لټون او ژغورنې پرسونل او د مالتړ پرسونل د کنډوالو په سیمه کې کار کوي. د هر ساعت په تیریدو سره دا شمیر د تورکیې او بهر څخه راتلو سره د ټیمونو شمیر مخ په لوړیدو دی."

"زمونږ ژاندارم ځواکونه  د زرګونو تنو پرسونل  او ۲۶ کارګو الوتکو او زمونږ د ساحل د امنیت ګارډ  قوماندې د خپلو  لویو او ګړندیو  کښتیو سره د پیښې په سیمو کې په دنده ګمارل شوي او دنده اجراء کوي. نږدې ۱۰۰۰ امبولانسونه ، ۲۴۱ ملي روغتیايي د ژغورنې  ټیمونه او ۲ امبولانس چورلکې او ۵ زره روغتیايي پرسونل سره  سیمې ته لیږدول شوي دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې ، مونږ  ته تر اوسه له ۷۰ بېلابېلو هېوادونو او ۱۴ نړیوالو سازمانونو څخه د مرستو وړاندیزونه شوي دي.

"مونږ د ۱۸ دولتونو او حکومتونو له مشرانو سره ټيلیفوني خبرې کړي . زه غواړم له خپلو ټولو ملګرو، ټولو دولتونو او حکومتونو څخه مننه وکړم چې تلیفونونه یې کړي، پیغامونه یې لیږلي او بیانونه خپاره کړي او پدې سختو ورځو کې  مونږ ته د مرستو وړاندیز کړی  ."



اړوند خبرونه