په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۴۵۴۴ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۲۶۷۲۱ تنو لوړه شوه.
په تورکیه کې په زلزله ځپلو سیمو کې د پلټنو او ژغورنې عملیات دوام لري

په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۴۵۴۴ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۲۶۷۲۱ تنو لوړه شوه.
د تورکیې د ناورین د بیړنیو حالاتو ادارې د ځاني تلفاتو د وروستیو ارقامو په اړه معلومات ورکړل. د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې ویلي چې د هیواد په لسو ولایتونو کې چې د ريښتر په کچه د ۷ عشاریه ۷ په لویوالي سره د رامنځته شوو دوو جلا جلا زلزلو نه وروسته د پلټنې او ژغورنې چارې دوام لري.
زلزله ځپو سیمو ته د مځکې او هوا له لارې مرستندویه ډلې رسیدلي او را روانې دي.
د ژغورنې او پلټنې عملیات د خپل ټول شدت سره دوام لري.
د ویلو ده چې پرون د غرمې په یو بجه او ۲۵ دقیقو په قهرمان ماراش ولایت کې یو ځل بیا د ۷ عشاریه ۶ په لویوالي سره زلزله رامنځته شوه.
دې زلزلې هم ځیني تخریبات رامنځته کړي دي.
د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان نن وویل چې "اوس مهال زمونږ ۵۳۳۱۷ د لټون او ژغورنې پرسونل د کنډوالو په سیمه کې کار کوي. د هر ساعت په تیریدو سره دا شمیر د تورکیې او بهر څخه د نوو ټیمونو د راتلو سره لوړیږي."
"زمونږ ژاندارم ځواکونه د زرګونو تنو پرسونل او ۲۶ کارګو الوتکو او زمونږ د ساحل د امنیت ګارډ قوماندې د خپلو لویو او ګړندیو کښتیو سره د پیښې په سیمو کې په دنده ګمارل شوي او دنده اجراء کوي. نږدې ۱۰۰۰ امبولانسونه ، ۲۴۱ ملي روغتیايي د ژغورنې ټیمونه او ۲ امبولانس چورلکې او ۵ زره روغتیايي پرسونل سره سیمې ته لیږدول شوي دي.
ولسمشر اردوغان وویل چې ، مونږ ته تر اوسه له ۷۰ بېلابېلو هېوادونو او ۱۴ نړیوالو سازمانونو څخه د مرستو وړاندیزونه شوي دي.