په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۳۵۴۹ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۲۲۱۶۸ تنو لوړه شوه.

په تورکیه کې د دوو ډیرو شدیدو زلزلو نه وروسته پيل شوي د پلټنې او ژغورنې عملیات دوام لري

1943284
په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۳۵۴۹ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۲۲۱۶۸ تنو لوړه شوه.

په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۳۵۴۹ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۲۲۱۶۸ تنو لوړه شوه.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په پلازمینه انقره کې د دولت د معلوماتو  د همغږۍ په مرکز کې د ځاني‌ تلفاتو د وروستیو ارقامو په اړه معلومات ورکړل. هغه   وویل چې  د هیواد په لسو ولایتونو کې چې د ريښتر په کچه د ۷ عشاریه ۷ په لویوالي‌ سره د رامنځته شوو دوو جلا جلا زلزلو نه وروسته  د پلټنې او ژغورنې‌ چارې دوام لري.

"پدې زلزله کې زمونږ ۳۵۴۹ تنو هیوادوالو ژوند د لاسه ورکړی  او ۲۲۱۶۸ تنه نور ټپیان شوي دي. زمونږ تر ټولو لوی تسلیت دا دی چې تر اوسه زمونږ له اتو زرو څخه ډیر هیوادوال له نړېدولو ودانیو لاندې  څخه ژوندي ژغورل شوي دي."

ولسمشر اردوغان وویل چې تر اوسه پورې ۵۴ زره خیمې، ۱۰۲ زره بسترونه  او چپرکټونه او نور اړین توکي سیمې ته استول شوي دي.

"اوس مهال زمونږ ۵۳۳۱۷ د لټون او ژغورنې پرسونل او د مالتړ پرسونل د کنډوالو په سیمه کې کار کوي. د هر ساعت په تیریدو سره دا شمیر د تورکیې او بهر څخه راتلو سره د ټیمونو شمیر مخ په لوړیدو دی."

"زمونږ ژاندارم ځواکونه  د زرګونو تنو پرسونل  او ۲۶ کارګو الوتکو او زمونږ د ساحل د امنیت ګارډ  قوماندې د خپلو  لویو او ګړندیو  کښتیو سره د پیښې په سیمو کې په دنده ګمارل شوي او دنده اجراء کوي. نږدې ۱۰۰۰ امبولانسونه ، ۲۴۱ ملي روغتیايي د ژغورنې  ټیمونه او ۲ امبولانس چورلکې او ۵ زره روغتیايي پرسونل سره  سیمې ته لیږدول شوي دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې ، مونږ  ته تر اوسه له ۷۰ بېلابېلو هېوادونو او ۱۴ نړیوالو سازمانونو څخه د مرستو وړاندیزونه شوي دي.


پيوندونه: #زلزله , #تورکیه

اړوند خبرونه