په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۱۵۴۱ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۹۷۳۳ تنو لوړه شوه.

په تورکیه کې د زلزلې له امله د ځاني‌ تلفاتو شمیره د هر ساعت په تیریدو لوړیږي

1942682
په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۱۵۴۱ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۹۷۳۳ تنو لوړه شوه.

په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۱۵۴۱ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۹۷۳۳ تنو لوړه شوه.

د تورکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای  وویل چې  د هیواد په لسو ولایتونو کې چې د ريښتر په کچه د ۷ عشاریه ۷ په لویوالي‌ سره زلزله رامنځته شوې وه د پلټنې او ژغورنې‌ چارې دوام لري.

زلزله ځپو سیمو ته د مځکې او هوا له لارې مرستندویه ډلې روانې دي. هغه وویل چې تر اوسه پورې پدې زلزله کې ۲۸۳۴ ودانۍ په بشپړه توګه نړیدلي‌ دي‌ او یا يي ډیر سخت زیان لیدلی دی.

هغه وویل چې د ژغورنې او پلټنې عملیات  د خپل ټول شدت سره دوام لري.

د ویلو ده چې نن د غرمې په یو بجه او ۲۵ دقیقه په قهرمان ماراش ولایت کې یو ځل بیا د ۷ عشاریه ۶ په لویوالي سره زلزله رامنځته شوه.

دې زلزلې هم  ځیني‌ تخریبات رامنځته کړي‌ دي.

د ولسمشر مرستیال وویل چې څه باندې ۹۵۰۰ تنه د ژغورنې پرسونل د ژغورنې او پلټنو چارو کې ګډون کړی دی. د بهر نه هم یو زیات شمیر مرستندویه او ژغورنې ډلې راغلي‌ دي‌ او د ژغورنې په عملیاتو کې ګډون کړی دی.

ډیرو زیاتو رضاکارو هیوادوالو هم پدې عملیاتو کې ګډون کړی دی.

په ځینو ولایتونو کې د واورې او باران د اورښت سره سره د ژغورنې او پلټنې چارې پرته د ځنډه دوام لري.


پيوندونه: #زلزله , #تورکیه

اړوند خبرونه