تورکیې د امریکا او انګلستان په ګډون د ۹ هیوادونو سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړل.
تورکیې د امریکا او انګلستان په ګډون د ۹ هیوادونو سفیران احضار کړل
تورکیې د امریکا او انګلستان په ګډون د ۹ هیوادونو سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړل.
په انقره کې د هغو ۹ هېوادونو سفیران چې په تورکیه کې یې د ترهګریزو بریدونو د ګواښ په پلمه د خپلو قونسلګریو کارونه ځنډولي وو، د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړی شول.
دیپلوماتیکو سرچینو ویلي، د امریکا، هالنډ، سویس، سویډن، انګلستان، جرمني، بلجیم، فرانسې او ایټالیا د هېوادونو سفیران چې د ترهګریزو بریدونو د ګواښ په پلمه یې د خپلو کونسلګریو کارونه ځنډولي، د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړي دي.
تورکیې نوموړو سفیرانو ته سخت غبرګون وښودل او یادونه یې وکړه چې په تورکیه کې د ټولو دیپلوماتیکو نماینده ګیو امنیت د نړیوالو تړونونو له مخې تامین شوی دی.
احضار شوو سفیرانو ته ویل شوي دي چې دا ډول په همهاله توګه او د ډول ډول پلمو سره د فعالیتونو ځنډول مناسب اقدام دی او دا چلند یوازې د ترهګرو سازمانونو جعلي اجنډا ته خدمت کوي.
احضار شوو سفیرانو ته وویل شول چې له دوستو او متحدینو څخه زمونږ هیله او غوښتنه د تورکیې له امنیتي واحدونو سره همکاري ده.
د ویلو ده چې د امریکا او انګلستان په ګډون ۹ لویدیځو هیوادونو د ترهګرۍ تهدید په پلمه په استانبول کې د قونسلګریو چارې ځنډولې وې .