قالن : تورکیه به د اف ۱۶ الوتکو په مسئله کې هیڅډول شرطونو ته غاړه کینږدي
د تورکیې ولسمشر ویاند ابراهیم قالن وویل که چیرې امریکا پر تورکیې د اف ۱۶ جنګي الوتکو د پلورولو په برخه کې کوم قید او شرط وړاندې کوي دا د تورکیې لپاره په هیڅډول د منلو خبره نده.
د تورکیې ولسمشر ویاند ابراهیم قالن وویل که چیرې امریکا پر تورکیې د اف ۱۶ جنګي الوتکو د پلورولو په برخه کې کوم قید او شرط وړاندې کوي دا د تورکیې لپاره په هیڅډول د منلو خبره نده.
هغه وویل، تورکیه به پدې برخه کې هیڅډول شرطونه ونه مني.
ابراهیم قالن په پلازمېنه انقره کې د اجنډا په اړه ارزونې وکړې.
قالن د هغه ادعاو په اړه چې ګواکې امریکا په تورکیې باندې د اف ۱۶ جنګي الوتکو د پلورولو په مقابل کې د تورکیې لخوا د ناټو په سازمان کې د سویډن او فنلنډ غړیتوب د تصویبولو شرط ایښی دی په اړه څرګندونې وکړې.
هغه وویل چې "مونږ د F-16 پروګرام ته د خپل هوایي ځواک د پیاوړي کولو لپاره د بدیل پروګرام په توګه ګورو. که چیرې امریکا پدې برخه کې شرایط وضع کړي او د ځینو مسئلو د تحمیلولو هڅه وکړي، مونږ به هم خپلې لارې ته دوام وکړو. مونږ به هیڅکله د چا قید او شرط ته غاړه کینږدو. مونږ د خپلو فرصتونو او ظرفیتونو پراختیا ته دوام ورکوو ترڅو خپل ملي امنیت ډاډمن کړو. مونږ د ولسمشر جو بایډن د ادارې په نیت او د کانګرس په هیلو پوهیږو، مګر که دوی دا د یو شرط په توګه مونږ ته وړاندې کړي او په ورته وخت کې د F35 لپاره د یونان غوښتنې ته مثبت ځواب ووایی، دوی به په ښکاره ډول د ناټو په اتحاد کې خپل بې طرفه موقف له لاسه ورکړي."