د بروکسل د پوهنتون پروفیسور : اردوغان د نړۍ یو له ډیرو مهمو مشرانو څخه دی

د بلجیم دولتي تلویزیوني چینل RTBF د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  نه د نړۍ د یو مهم مشر په توګه یادونه وکړه.

1940653
د بروکسل د پوهنتون پروفیسور : اردوغان د نړۍ یو له ډیرو مهمو مشرانو څخه دی

د بلجیم دولتي تلویزیوني چینل RTBF د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  نه د نړۍ د یو مهم مشر په توګه یادونه وکړه.  د بلجیم دولتي تلویزیون ویلي دي چې ولسمشر اردوغان د نړۍ یو داسې مهم مشر دی ، هغه څه چې اروپايي مشران يي په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي دي ، اردوغان ترلاسه کړي او غوڅو پایلو ته رسیدلی دی.

د بلجیم د دولتي تلویزیون په وینا، د سږکال په نړیواله اجنډا کې یو له مهمو او ګرمو موضوعاتو څخه په تورکیه کې د ولسمشرۍ ټاکنې دي.

همداشان د بلجیم د دولتي تلویزیون په ویبپاڼه کې په خپور شوي یو خبر کې په اروپا باندې د تورکیې د ټاکنو د اغیزو په اړه په مسئلې بحث کړی دی.

په خبر کې د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نه د نړۍ د مهمو مشرانو نه د یو په توګه یادونه شوې او ویل شوي دي، هغه څه چې د اروپايي هیوادونو مشران يي په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي دي ، اردوغان ترلاسه کړي دي. هغه د پایلو سړی دی.

اردوغان په نړۍ کچه توازن ډیر ښه ساتلی دی. په خبر کې د بروکسل د پوهنتون د سوسیولوژۍ د پروفیسور فیروزي ناواندي له قوله لیکل شوي دي چې ، تورکیې ولسمشر د اروپا د مشرانو پر عکس هم د روسیې او هم د اوکراین سره ډیرې ښې اړیکې ساتلي دي. د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو سره خبرې کوونکی یواځنی مشر دی.

د نهاوندي په وینا، اردوغان یو مهم مشر دی چې کولی شي په خپل متوازن سیاست سره د پام وړ پایلې ترلاسه کړي.



اړوند خبرونه