د مالیزیا د پارلمان رئیس : اردوغان د مسلمانانو واقعي اتل دی

د مالیزیا د استازو د مجلس مشر داتو جوهري بن عبدل ویلي ولسمشر رجب طیب اردوغان د مسلمانانو اتل دی.

1939927
د مالیزیا د پارلمان رئیس : اردوغان د مسلمانانو واقعي اتل دی

د مالیزیا د استازو د مجلس مشر داتو جوهري بن عبدل ویلي ولسمشر رجب طیب اردوغان د مسلمانانو اتل دی.

د تورکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شینتوپ د اسلامي همکاریو د سازمان د پارلماني ټولنې  د ۱۷مې غونډې په چوکاټ کې په الجزایر کې د مالیزیا د استازو د مجلس له رئیس بن عبدل سره وکتل.

شینټوپ له دوه اړخیزو ښو اړیکو څخه خوښي څرګنده کړه او هیله څرګنده کړه  چې د دواړو هېوادونو د پارلمانونو تر منځ تماسونه او همکارۍ لا زیاتې شي.

د تورکیې د ملي شورا رئیس پدې لیدنه کې وویل چې د تورکیې او مالیزیا ترمنځه متقابلې اړیکې د ستراتیژیک شراکت تر کچې رسیدلي دي او ددې سره په متوازن ډول د سوداګرۍ حجم زیاتولو لپاره خپل هدف څرګند کړ. همداشان هغه په تورکیه کې د جولای د ۱۵ مې کودتا ته په اشارې سره وویل " د فتو ترهګری سازمان چې په هر هیواد کې فعالیت کوي د هغه هیواد د ملي امنیت لپاره تر ټولو ستر ګواښ  دی.  هغه وویل چې تورکیې دا ترخه  تجربه کړې او ټینګار یې وکړ چې یاد سازمان د د هغو هیوادونو لپاره چې فعالیت پکې کوي د ملي امنیت خطر هم رامینځته کوي.

سینټوپ وویل چې فتو ترهګری سازمان ، د نوي نسل تروریستي سازمان په توګه، د هیوادونو د بې ثباته کولو له لارې خپل فعالیتونه خپروي او دا کولی شي ځان د جوړښتونو لکه تعلیمي موسسو او غیر دولتي سازمانونو سره پټ کړي. د فتو په وړاندې د مبارزې په برخه کې د مالیزیا د همکارۍ لپاره د رضایت په څرګندولو سره، شینټوپ د فتو پورې اړوند  ښوونځیو په اړه د حل لپاره هیله څرګنده کړه چې لاهم په مالیزیا کې فعال دي.

د مالیزیا د استازو جرګې رئیس بن عبدل  وویل چې دوې د فتو د جوړښت په اړه په هر څه پوه شوي دي او د تورکیې  نه قوي ملاتړ کوي.

"(ولسمشر رجب طیب اردوغان) هغه سړی دی چې مونږ ترینه قوي ملاتړ کوو او ویلای شو چې هغه د مسلمانانو اتل دی."



اړوند خبرونه