تورکیې د فنلنډ او سویډن سره د درې اړخیز میکانیزم غونډه وځنډوله.
د ویلو ده چې دری ګوني میکانیزم غونډه چې د فبروري په میاشت کې پلان شوې وه وځنډول شوه.

تورکیې د فنلنډ او سویډن سره د درې اړخیز میکانیزم غونډه وځنډوله.
د ویلو ده چې دری ګوني میکانیزم غونډه چې د فبروري په میاشت کې پلان شوې وه وځنډول شوه.
د ډیپلوماتیکو سرچینو څخه ترلاسه شوي معلوماتو له مخې، نوموړې غونډې د فبروري په میاشت کې د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې پلان شوې وه د نامعلومې نیټې پورې وځنډول شوه.
د یادولو وړ ده چې په سویډن کې لومړی د پي کاکا ترهګري سازمان پلویانو د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته سپکاوۍ سره یو پاروونکي عمل ترسره کړ، وروسته د جنوري په ۲۱ مه نیټه ډنمارکي افراطي سیاستوال په پلازمینه ستاکهولم کې د تورکیې د سفارت په مخکې قرانکریم باندې برید وکړ او قرانکریم ته يي وسوځو.
انقرې دې ذلیلو او پستو اقداماتو او بریدونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود، او د تورکیې بهرنیو چارو وزارت د سویډن څخه ددې پيښو د عاملینو په اړه د قانوني اقدام غوښتنه وکړه. همداشان تورکیې د سویډن پدې دواړو ناوړه او ضد انساني اقداماتو د سترګو پټولو له امله ډیر سخت غبرګون وښود.
د ویلو ده چې تورکیې د ناټو په سازمان کې د سویډن او فنلنډ لخوا د غړیتوب غوښتنه ویتو کړې ده . سویډن او فنلنډ د تیر کال د جون په ۲۸ مه نيټه د ناټو سازمان د مشرانو په سرمشریزه کې د ناټو د غړیتوب په خاطر غوښتنلیک وړاندې کړی وو. تورکیې د ناټو په سازمان کې د نوموړو دوو هیوادونو نه چې په ښکاره توګه د ترهګرو نه ملاتړ کوي د ترهګرو ملاتړ ته د پایته رسولو او ځینو ترهګرو تورکېې ته د سپارولو غوښتنه کړې وه.
همداشان تورکیې د سویډن او فنلنډ سره یو درې اړخیزه تفاهم لیک لاسلیک کړ. پدې تفاهم لیک کې سویډن او فنلنډ ځینې ژمنې وکړې چې تر اوسه پورې پرې عمل ندی کړی.