تورکیې افغانستان ته په بشري مرستو بار یو بل د ښېګڼې ریل ګاډی واستوه

تورکیې افغانستان سره  د بشري مرستو په چوکاټ کې  په بشري مرستو بار یو بل د ښېګڼې ریل ګاډی افغانستان ته واستوه.

1936976
تورکیې افغانستان ته په بشري مرستو بار یو بل د ښېګڼې ریل ګاډی واستوه

تورکیې افغانستان سره  د بشري مرستو په چوکاټ کې  په بشري مرستو بار یو بل د ښېګڼې ریل ګاډی افغانستان ته واستوه.

د ویلو ده چې د تورکیې  د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست په همغږي، د تورکیې د غیرې دولتي مرستندویه ټولنو په مرسته راټولې شوې بشري مرسې  د ښېګڼې په اوم  اورګاډي کې افغانستان ته واستول شوې. په بشري مرستو بار  اورګاډي د افغانستان هرات ولایت ته رسیدلی دی.

د تورکیې د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکو ویلي دي چې  پدغه اورګاډي کې  په ټولیز ډول له ۵۰۰ ټنو څخه زیاتې بشري مرستې بار دي  او دا مرستې به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې اړمنو کورنیو په ځانګړي ډول بې ځایه شویو ته ورسوي.

په دې مرستو کې بېلابېل خوراکي توکي، ژمني جامې، بوټونه، غالۍ، کمپلې، د پاکولو توکي، د معیوبیو بایسکلونه  او د ګنډلو ماشینونه شامل دي.

له تورکیې څخه په افغانستان کې د بشري ناورین د فشار د  کمولو په برخه کې د مرستو په موخه لیږل شوي  شاوخوا ۷۰۰۰  تنه بشري مرستې افغانستان ته رسیدلي او په ځانګړې توګه ناورین ځپلو، ګونډو، یتیمانو، معیوبینو او اړمنو کسانو په ګډون څه باندې ۷۰۰ زرو تنو افغانانو باندې ویشل شوي دي.

دا مرستې به هم په اړمنو کسانو وویشل شي.



اړوند خبرونه