د تورکیې لومړنۍ بې پیلوته جنګي الوتکې یو بل ډیر مهم امتحان هم په بریالیتوب سره پاس کړ
د تورکیې لومړنۍ بې پیلوته جنګي الوتکې قزل ایلما یوه بله ډیره مهمه ازموینه هم په ډیر بریالیتوب سره پاس کړه.
د تورکیې لومړنۍ بې پیلوته جنګي الوتکې قزل ایلما یوه بله ډیره مهمه ازموینه هم په ډیر بریالیتوب سره پاس کړه.
د تورکیې لومړۍ بې پیلوټه جنګي الوتکه په دوهمه الوتنه کې د سیستم پېژندنې ازموینه په بریالیتوب سره پاس کړه.
د بایکار ټکنالوژۍ شرکت لخوا د خپور شوي بیان له مخې، د تورکیې لومړنۍ بې پیلوټه جنګي الوتکه، بیرقدار قزل ایلما چې د دې شرکت لخوا په بشپړ ډول د خپلې سرمایې سره جوړه شوې ده، په دویمه الوتنه کې د سیسټم پیژندنې ازموینه په بریالیتوب سره بشپړه کړه.
د بایکار د شرکت د اجرایوي شورا رئیس او د ټیکنالوژۍ مشر سلجوق بیرقدار هم د خپل ټولنیز میډیا حساب له لارې د بیرقدار قزل ایلما د ازمایښت ویدیو نشر کړه.هغه په خپور کړي ویدیويي پیغام کې ویلي دي چې ،
"زمونږ بیرقدار قزل ایلما بې پیلوټه جنګي الوتکې په بریالیتوب سره د الوتنې دویمه ازموینه بشپړه کړه. انشاالله افقونه دې پرانیستې وي.
د ویلو ده چې بیرقدار قزل ایلما بې پیلوته جنګي الوتکه په رسمي توګه خپل ماموریت پيلولو ته ګام په ګام نږدې کیږي. دا الوتکه به د تورکیې د وسله وال پوځ توان او قوت لا پسې پیاوړی کړي.