ولسمشر اردوغان : هر هغه څوک چې زمونږ دین او ارزښتونو ته درناوی نه کوي د مرستې تمه دې هم نه کوي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د سویډن په پلازمینه ستاکهلم کې د تورکیې د سفارت په مخکې د قرانکریم د سوځولو  په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

1936823
ولسمشر اردوغان : هر هغه څوک چې زمونږ دین او ارزښتونو ته درناوی نه کوي د مرستې تمه دې هم نه کوي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د سویډن په پلازمینه ستاکهلم کې د تورکیې د سفارت په مخکې د قرانکریم د سوځولو  په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

ولسمشر اردوغان نن ماښام د کابینې د غونډې نه وروسته په خپله وینا کې  په سویډن کې قرانکریم  ته د سپکاوي‌  په اړه وویل " که چیرې څوک د تورکیې جمهوریت او یا د مسلمانانو دیني‌ عقیدو او یا  ارزښتونو  ته  درناوی نه  کوي، زمونږ نه دې د ناټو په مسئله کې د مرستې غوښتنه نه کوي. زمونږ نه پدې برخه کې مرسته ونه ویني."

ولسمشر اردوغان د سویډن د حکومت پر خلاف چې په پلازمینه ستاکهلم کې د تورکیې د سفارت په مخکې دنمارکي‌ افراطي‌ سیاستوال راسموس پالوډان ته د قرانکریم د سوځولو اجازه ورکړه ډیر سخت غبرګون وښود.

هغه وویل " هغه څوک چې زمونږ  د سفارت په مخکې  د داسې یو رزیلۍ او رسوايي لامل وي‌  د ناټو سازمان په غړیتوب کې دې زمونږ نه د ملاتړ او خیرخواهي تمه نه کوي. "

د ویلو ده چې د تیرې خالي‌ په ورځ ډنمارکي افراطي سیاستوال راسموس پالوډان د سویډن د پلازمینې ستاکهلم کې د تورکیې سفارت په مخکې  د سویډن د پولیسو د کلک امنیت لاندې قرانکریم وسوځو. همداشان پولیسو د نوموړي‌ افراطي‌ سیاستوال د امنیت د ساتلو سربیره هیڅوک يي د هغه خوا ته نه پریښودل.

د ډنمارکي‌ افراطي‌ سیاستوال دې بشریت ضد، وحشیانه عمل او  پر اسلام او مسلمانانو برید په ټوله نړۍ کې ډیر سخت غبرګونونه پارولي‌ دي.



اړوند خبرونه