تورکیه په ۱۲۰ هیوادونو کې د قرانکریم سوځوونکو پر خلاف اقامه د دعوا کوي
تورکیه په ۱۲۰ هیوادونو کې په محکمو کې د قرانکریم د سوځوونکو پر خلاف اقامه د دعوا وکړي.
د تورکیې دیني چارو رئیس علي ایرباش د سویډن په پلازمینه ستاکهولم کې د تورکیې د سفارت مخې ته د قران کریم د سوځولو په اړه،
"مونږ به په ۱۲۰ هیوادونو کې د نوموړې ضد بشري او وحشیانه عمل پر خلاف محکمو کې اقامه د دعوا وکړو. هغه وویل چې زمونږ د ریاست اړوند د اتاشیو او مشاورینو تر مشرۍ لاندې به محکمو ته عریضې وړاندې شي."
علي ایرباش په پلازمینه انقره کې د رسنیو د استازو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې "ایا د اسلاموفوبیا په اړه به کوم اقدام وشي او که نه؟وویل ، مونږ به په اروپا کې رونډ اندو باندې غږ وکړو.
"مونږ به د مختلفو برخو استازو ته د لیک په واسطه ورسیږو، مومږ خپل کار پیل کړی دی. مونږ د چهارشنبې په ورځ د اسلامي همکاریو له سازمان سره د انلاین ناستې پلان لرو. دلته مونږ هڅه کوو چې په ګډه د قران کریم د سپکاوي په وړاندې خپل غبرګون څرګند کړو." دا غبرګون به یواځې په سویډن کې قرانکریم د سوځولو په اړه نوي بلکې ددې سربیره په ټوله اروپا کې د اسلاموفوبیا پر خلاف به ګډ غبرګون وي.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د تورکیې د دینې چارو ریاست به په سویډن کې قرآن کریم سوځولو دا قضیه محاکمو ته انتقال کړي او که نه ؟ وویل چې تیره ورځ د تورکیې د دینې چارو ریاست مسئولینو پرون یوه ډیره مهمه غونډه وکړه. ددې غونډې د موضوع ګانو نه په ځانګړې توګه یوه هم دا مسئله محاکمو ته انتقالول په اړه وه. د تورکیې د دینې چارو ریاست به په ۱۲۰ هیوادونو کې د خپلو اتشو او مشاورینو په مشرۍ ددې کړکجن او وحشیانه اقدام په اړه اقامه د دعوا وکړي. د محاکمو دروازې به وټکوي
د ډنمارک د ښي اړخي سټرام کورس ګوند مشر راسموس پالودان د شنبې په ورځ په ستاکهولم کې د تورکیې د سفارت مخې ته د قران کریم نسخې وسوځولې او د محافظت په نامه د مظاهرې په ترڅ کې هیچا ته اجازه ورنکړل شوه چې پالودان ته ورشي.