د امریکا د هوسټون په ښار کې د تورکیې د قونسلګرۍ نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  د امریکا په هوسټون  ښار کې  د تورکیې د جنرال قونسلګرۍ نوې ودانۍ پرانیسته.

1935532
د امریکا د هوسټون په ښار کې د تورکیې د قونسلګرۍ نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  د امریکا په هوسټون  ښار کې  د تورکیې د جنرال قونسلګرۍ نوې ودانۍ پرانیسته.  هغه دلته په خپله وینا کې وویل چې،

"زه غواړم یو ځل بیا د هوسټون په سیمه کې د فتو ترهګریز سازمان د غړیو پر وړاندې د مبارزې پر اهمیت ټینګار وکړم. مونږ به له خپلو اتباعو سره په ګډه د دې سازمان پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړو."

د امریکا د متحده ایالتونو  د تکزاس ایالت په هوسټون ښار کې د تورکیې د جنرال قونسلګرۍ نوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د بهرنیو چارو  وزیر مولود چاووش اوغلو په ګډون کړی وو پرانیستل شوه.

چاوش اوغلو دلته په خپله وینا کې وویل "په داسې وخت کې چې نړیوال نظام له ګڼو بحرانونو سره مخ دی، مونږ د تورکیې او امریکا ترمنځ اړیکې لا پسې قوي کوو."

چاووش اوغلو تیره ورځ په واشنګټن کې له خپل امریکایي سیال انتوني بلینکن سره دوه په دوه لیدنې  ته په اشارې سره وویل:

"زه غواړم ووایم چې زمونږ لیدنې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره خورا ګټورې دي. ځینې ستونزې شتون لري چې مونږ د امریکا  سره لکه PYD-PKK، FETO ترهګریزو سازمانونو او ځینو بندیزونو په څیر ستونزو لرو. ددې ستونزو د حل په خاطر  کار کوو. زه غواړم یو ځل بیا د هوسټون په سیمه کې د فتو ترهګریز سازمان د غړیو پر وړاندې د مبارزې پر اهمیت ټینګار وکړم. موږ به د خپلو اتباعو سره یوځای د دې سازمان په وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړو." جملې کارولي دي.

مولود چاووش اوغلو پدې مراسمو کې چې د هوسټون د ښار ځايي چارواکیو او یو زیات شمیر میلمنو ګډون کړی وو وویل : تورکیه سږ کال د دوه نوې قونسلګرۍ پرانیزي. ددې سره به په نړۍ کې د تورکیې د سیاسي نماینده ګیو شمیره ۲۶۰ ته لوړ شي . هغه وویل،

"دا زموږ لومړیتوب دی چې خپلو اتباعو او په بهر کې میشتو هیوادوالو ته په خورا مؤثره توګه د لوړ کیفیت خدمات  وړاندې کړو. د قونسلګرۍ دا  ودانۍ چې نن به یې پرانیزو  د هوسټون په سیمه کې شاوخوا ۳۰ زره  تورکي اتباعو ته به غوره خدمات وړاندې کړي. هغه وویل چې مونږ دلته یواځې نوې ودانۍ پرانیزو. پدې ښار کې زمونږ قونسلګري د ۱۹۸۵ کال راهیسې خدمات وړاندې کوي.



اړوند خبرونه