په تورکیه کې د یو بس چې ناقانونه کډوال يي لیږدول د لارۍ سره د ټکر کړی
د تورکیې په مرسین ولایت کې یو بس موټر چې ناقانونه کډوال يي لیږدول له اوسپنې ډکې لارۍ سره د جنګیدو له امله ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تورکیې په مرسین ولایت کې یو بس موټر چې ناقانونه کډوال يي لیږدول له اوسپنې ډکې لارۍ سره د جنګیدو له امله ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ویلو ده چې پدې پیښه کې دوه تنه د ژاندارم سرتیري شهیدان یو تن ناقانونه کډوال ژوند د لاسه ورکړی او د ۹ تنو سرتیرو په ګډون ۲۰ تنه ټپیان شوي دي. ویل شوي چې بس موټر له غازی انتیپ ولایت څخه ۲۷ تنه ناقانونه کډوال د قرقلرایلي ولایت د کډوالو د بیرته ستنولو مرکز ته انتقالول .
پېښه تیره شپه شاوخوا یوه بجه او ۳۰ دقیقو پر مهال د مرسنی ولایت د د ترسوس ولسوالۍ په لویه لاره کې رامنځ ته شوې ده.
د ویلو ده چې د مرسین نه د نیغدې ولایت پر لورې روان بس موټر په مخکې روان د اوسپنې نه بار لارۍ سره وجنګید. د موټر د ټکریدو سره بس موټر اور واخیست . سمدلاسه د ژغورنې او اور وژنې ډلو ته خبر ورکړ شو .
د ژغورنې او اور وژنې ډلې ډیر ژر د پیښې ځای ته راورسیدې خو په پیښه کې ۲ تنه سرتیري شهیدان شوي او یو تن کډوال ژوند لاسه ورکړی وو. همداشان د ژغورنې ډلو د ۹ تنو سرتیرو په ګډون ۲۰ تنه ټپي وژغورل او نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي. د ټپیانو نه هم د دوو تنو روغتیايی حالت باریکه دی.
د ترسوس ولسوالۍ څارنوالۍ ویلي دي چې ددې پیښې په اړه هر اړخیز تحقیقات پیل کړي دي. په پیښه کې وژل شوی ناقانونه کدوال د مراکش وګړی دی.