د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

اردوغان او پوتین ټیلیفوني خبرې وکړې

1928500
د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست  له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې خبرو کې د تورکیې او روسیې د اړیکو  او په ځانګړې توګه د انرژۍ او د روسیې او اوکراین د جګړې او سوریې په ګډون د سیمې پر مسایلو خبرې وشوې.

ولسمشر اردوغان وویل چې دوی په تورکیه کې د طبیعي ګازو د مرکز د جوړولو د پیاوړې زیربنا لا  پیاوړتیا ته دوام ورکوي او ویلي يي دي چې د لارې نقشه به ژر تر ژره بشپړه کړي او د تطبیق په خاطر يي کوټلي ګامونه پورته کړي.

ولسمشر اردوغان ویلي دي چې  د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه چې د فبرورۍ له ۲۴ راهیسې روانه مذاکراتو مثبتې پایلې درلودلې دي چې  په نتیجه کې  مونږ د غلو دهلیز، د بندیانو تبادلې او د زپوریزیا اټومي بټۍ په شاوخوا کې د خوندي زون نوښتونو پشاهدان یو. اردوغان غوښتنه څرګنده کړه چې  د سولې او خبرو اترو او د عادلانه حل لپاره باید د یو اړخیز اوربند د لید ملاتړ وشي.

ولسمشر اردوغان د پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې د سوریې نه تورکیې ته د مخامخ ګواښونو نه یادونه وکړه او زیاته کړه چې ، د تورکیې سرحدي سیمې په ځانګړې توګه تل رفعت او منبج څخه د بیلتون غوښتونکو ترهګرې ډلې PKK/PYD/YPG  د جدي ګواښونو سره مخامخ دي چې ددې ترهګرو د تصفیه او پاکولو لپاره باید کوټلي ګامونه اوچت شي. هغه وویل چې رژیم باید رغنده وي او په سیاسي بهیر کې ځینې ګامونه پورته کړي. هغه وویل چې په سوریه کې مثبتې پایلې ترلاسه کول اړین دي.



اړوند خبرونه