بایکار شرکت په ۲۰۲۲ کال کې د یو عشاریه ۱۸ میلیاردو په ارزښت ډرون صادرات کړي
په ترکیه کې د ډرون ټکنالوژۍ او دفاعي شرکت بایکار په ۲۰۲۲ کال کې د یو عشاریه ۱۸ میلیاردو ډالرو صادرات ترسره کړي دي.
1926874
په ترکیه کې د ډرون ټکنالوژۍ او دفاعي شرکت بایکار په ۲۰۲۲ کال کې د یو عشاریه ۱۸ میلیاردو ډالرو صادرات ترسره کړي دي.
د بایکار شرکت لخوا په ټویټر پاڼه کې په خپور شوي بیان کې د شرکت د ۲۰۲۲ صادراتو ارقام خپاره شوي دي. یاد شوي شرکت ویلي دي چې د ۱۸ هیوادونو سره نوي تړونونه هم لاسلیک کړي دي.
د نومړي شرکت لخوا د خپور شوي بیان له مخې له هغو هېوادونو سره چې د صادراتو تړونونه یې لاسلیک شوي شمیره ۲۷ ته لوړه شوې ده او په ۲۰۲۲ کال صادراتو عواید ۱،۱۸ میلیارده ډالره وو.
په ۲۰۲۲ کال کې د قراردادونو له مخې د صادراتو کچه ۹۹ عشاریه ۳ سلنه ترسره شوي دي.