قالن : تورکي نړۍ د یو ستراتیژیک او مهم تاریخي پړاو نه تیریږي او پياوړې کیږي

د تورکیې د  ولسمشر ویاند ابراهیم قالن ټینګار وکړ چې د تورکي نړۍ له یوه ستراتیژیک، تاریخي او نازک پړاو څخه تیریږي چې په ترڅ کې پدې وروستیو کې په پياوړي کیدو پیل کړی دی.

1916007
قالن : تورکي نړۍ د یو ستراتیژیک او مهم تاریخي پړاو نه تیریږي او پياوړې کیږي

د تورکیې د  ولسمشر ویاند ابراهیم قالن ټینګار وکړ چې د تورکي نړۍ له یوه ستراتیژیک، تاریخي او نازک پړاو څخه تیریږي چې په ترڅ کې پدې وروستیو کې په پياوړي کیدو پیل کړی دی.

هغه وويل: "د ترکيې نړۍ بيا سره يو ځای کېږي، يو نوی افق پرانيزي."

قالن د "تورکیې-قزاقستان د ښوونې او روزنې همکارۍ او د ډیپلوماتیکو اړیکو د ۳۰ کلیزې په اړه د احمد یسوی پوهنتون ورکشاپ" کې ګډون چې په پلازمینه انقره کې د ملت په کتابتون کې جوړ شوی وو ګډون وکړ.

قالن په دې خبرې په ټينګار سره چې تورکي نړۍ له يوې ستراتيژيکې، تاريخي او حساسې دورې څخه تيريږي په کوم کې چې د تورکي نړۍ په بیا قوي کیدو پیل شوی دی.

"د تورکي  نړۍ بیا سره یوځای کیږي، یو نوی افق پرانیزي. هغه سیاسي لید چې د تورکي دولتونو د تنظیم شوي سازمان لخوا وړاندې شوی د دې یو له خورا قوي پایلو څخه دی. وویل.

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې  د توركي  نړۍ لپاره  يووالى او پيوستون يوازې يو فرصت ندی بلکې ، په یو ستراتیژیک اړتیا بدل شوی .

"په ځانګړې توګه په وروستۍ دوره کې، د قره باغ بریا (چې اذربایجان په ۴۴ ورځو کې د ارمنستان په وړاندې وګټله) د تورکي نړۍ ته د ویاړ او هیلو یوه مهمه سرچینه شوه، دا وښوده چې که مونږ خپل ستراتیژیک فرصتونه او وړتیاوې سره یوځای کړو، موږ څه ترلاسه کولی شو."

قالن وویل چې تورکي نړۍ او منځنۍ اسیا به د انرژۍ او خوراکي توکو په بحران کې چې د روسیې او اوکراین د جګړې په پایله کې رامنځ ته شوی مهم رول ولوبوي.

"ځکه چې د نړۍ د انرژۍ د زیرمو یوه مهمه برخه زمونږ د تورکي نړۍ  په جغرافیه کې موقعیت لري."

قالن ټینګار وکړ چې د تورکي  دولتونو سازمان د څارونکي غړي په توګه د شمالي قبرس د تورکي جمهوریت  منل د تورکي نړۍ په وروستي سیاسي تاریخ کې یو مهم بدلون دی.کالن دې ته په اشارې سره چې د نړۍ سیاسي-اقتصادي توازن ختیځ ته بدلون موندلی او د تورکي نړۍ به له دې څخه خپله برخه ترلاسه کړي، وویل چې دا برخه به د انرژۍ، روغتیا، خوراکي توکو، سوداګرۍ، دفاعي صنعت، امنیت، تعلیم او نورو برخو کې وي.



اړوند خبرونه