تورکیې په سوریه او عراق کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې ترهګرو ته  اوښتو ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړه.

اکار په پلازمېنه انقره کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل

1910993
تورکیې په سوریه او عراق کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې ترهګرو ته  اوښتو ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړه.

تورکیې په سوریه او عراق کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې ترهګرو ته  اوښتو ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړه.

"د پنجې  تورې په نامه  په عراق او سوریه کې د روانو هوايي عملیاتو چې د ځمکنيو وسایطو لخوا ترینه ملاتړ کیږي دوام لري. تر اوسه پورې ۳۲۶ تنه  ترهګر له منځه وړل شوي دي."

دا خبره د تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوسي اکار وکړه.

اکار په پلازمېنه انقره کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

هغه د پنجې تورې د  عملیاتو د وروستي وضعیت په اړه د پوښتنو په ځواب کې وویل،

«مونږ د خپل هیواد، خپل ملت او د سرحدونو د امنیت د تامینولو لپاره د ترهګرۍ د ختمولو لپاره هر هغه څه کړي دي چې لازم وي او ددینه وروسته به يي هم وکړو.»

اکار وویل چې د پنجې  تورې هوايي عملیات پدې وروستیو کې  ترټولو لوی، خورا پراخ او اغیزمن هوایي عملیات دي چې، په بریالیتوب سره دوام لري.

"دا عملیات  د توپخانې  پر ملاتړ دوام لري ، «تر اوسه پورې په دغو عملیاتو کې  ۳۲۶  تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي.

دفاع وزیر اکار ددې پوښتنې په ځواب کې چې داسې ادعاګانې شتون لري  د تورکیې هوايي ځواکونو د سوریې په شمال کې د امریکا متحده ایالتونو د ځواکونو د څار په یوې نقطې برید کړی دی ، ایا دا ادعا حقیقت لري او که نه داسې وویل،

"  زمونږ لپاره لخوا  ایتلافي ځواکونو یا ملکي وګړو باندې برید کول د بحث وړ خبره نده. دا ډول ادعاګانې حقیقت نلري، مونږ یوازې یو هدف لرو او هغه ترهګر دي، هغه دا چې زموږ هدف چیرته دی، ترهګر په هر ځای کې وي. دا زموږ تر ټولو مهم اصل دی چې ملکي وګړو ته زیان ونه رسوو."

خلوصي اکار وروسته له هغې چې یوه خبریال وویل، په سوریه کې د مشرانو په کچه غونډه به کله ترسره شي؟

هغه وويل: "ډېر پرمختګونه شوي دي، واړه او لوى، لوى او واړه. دا شکلونه دي او پايلې يې له مخې څېړل کېږي. موږ پرمختګونه له نږدې څارو."

هېوادونو لکه قبرس، اذربايجان او ليبيا په عادلانه قضيو کې د هغوی تر څنګ ولاړ يو."

 



اړوند خبرونه