ولسمشر رجب طيب اردوغان له کيوبا سره زمونږ همکاري پياوړې شوې نده، خو متقابله  اراده شتون لري.

ولسمشر اردوغان د کیوبا د ولسمشر میګویل ماریو ډیاز کانیل برمودیز چې د رسمي سفر په ترڅ کې  تورکیې ته راغلی دی د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې هرکلی وکړ.

1910356

ولسمشر اردوغان او برمودیز د دوه په دوه لیدنې نه وروسته د دواړو هېوادونو د پلاويو ترمېنځ په لیدنه کې ګډون وکړ او  وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د موافقو د لاسلیکولو په مراسمو کې برخه واخیسته.

ولسمشر  اردوغان د میلمه ولسمشر سره  په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان خبري غونډې ته وویل چې پدې لیدنه کې مو د  ترکیې او کیوبا د اړیکو په ټولو اړخونو خبرې وکړې. هغه زیاته کړه چې

"مونږ په دې هم خوښ یو چې د خپلو همکاریو د پیاوړتیا لپاره قوي او متقابله اراده لرو. دا څرګنده ده چې یو اړخیز بندیزونه چې له کلونو راهیسې پر کیوبا لګول شوي دي په دې حقیقت اغیزه کړې چې زمونږ ترمنځه اړیکې د خپل اصلي ظرفیت څخه ښکته پاتې دي. "

اردوغان وویل چې د برمودیز سره مو د تورکیې او کیوبا د سوداګرۍ حجم ۲۰۰ میلیون ډالرو ته لوړولو  هوډ تایید کړ.

"په دې برخه کې، موږ لومړی د انرژۍ، ګرځندوی، ساختماني، کرنې، پراختیا، روغتیا او چاپیریال په برخو کې د موجوده همکاریو د پراختیا فرصتونه وارزول. د بندیزونو له امله د رامنځته شویو ستونزو سره سره، مونږ وینو چې زمونږ شرکتونه په کیوبا کې دلچسپي لري. ".

مېلمه ولسمشر برموديز په خپله وينا کې وويل:

"مونږ موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خپلې سوداګریزې او مالي اړیکې او همکارۍ لا متنوع کړو."

برموډیز ولسمشر اردوغان ته د بایو ټیکنالوژۍ، د تجدید وړ انرژۍ، ګرځندوی، کرنې، څارویو پالنې، روغتیا، پوهنې او کلتور په برخو کې د دواړو خواوو د متقابلو ګټو لپاره د د همکاریو د دوام ژمنه وکړه.

ولسمشر اردوغان بیا د کیوبا د ولسمشر برمودیز په درناوي رسمي مېلمستيا وکړه.

اړوند خبرونه