تورکیې د عراق او سوریې په شمال کې د روانو عملیاتو په لړ کې ۲۵۴ تنه ترهګر له منځه وړي‌ دي

تورکیې د سوریې او عراق په شمال کې د پي کاکا ترهګري‌ سازمان پر خلاف د روانو عملیاتو په ترڅ‌ کې د وژل شوو ترهګرو شمیره اعلان کړه.

1909985
تورکیې د عراق او سوریې په شمال کې د روانو عملیاتو په لړ کې ۲۵۴ تنه ترهګر له منځه وړي‌ دي

تورکیې د سوریې او عراق په شمال کې د پي کاکا ترهګري‌ سازمان پر خلاف د روانو عملیاتو په ترڅ‌ کې د وژل شوو ترهګرو شمیره اعلان کړه.

د تورکیې د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي‌ اکار وویل چې د سوریې او عراق په شمال کې د بېلتون غوښتونکو ترهګرې ډلې PKK/YPG په خلاف په هوایی عملیاتو کې  لږ تر لږه ۲۵۴ تنه ترهګر  له منځه وړل شوي‌ دي.

 

د ملي دفاع وزیر خلوصي  اکار د شپې په یوه بجه د تورکیې د وسله والو ځواکونو  د قومندانانو په ملتیا په پلازمینه انقره کې د ځمکنیو ځواکونو د عملیاتو مرکز ته لاړ.

 

اکار په سرحدي کرښه کې د ځواکونو له قوماندانانو سره د ویډیو کنفرانس  له لارې غونډه وکړه.

 

اکار د سوریې او د عراق په شمال کې د پنجې – تورې  هوایی عملیاتو ته په اشارې سره

 

وویل: تر اوسه پورې  د ترهګرو اړوند په ۴۷۱ هدفونه باندې بریدونه شوي‌ دي. ۲۵۴  تنه ترهګر هم له منځه وړل شوي دي. دا څرګنده ده چې دلته ترهګر محاصره شوي‌ او بند پاتې  دي. ددې خبرې تر ټولو ژوند مثال د ترهګرو لخوا  په هر سیمه کې د ملکي‌‌ او پوځي ترمنځه   د توپیر نه پرته پر هر چا برید کول دي. ددوې نه لاره ورکه شوې ده  ځکه چې اوس دوی پرته له دې چې سرتیري یا ملکي ووایې ښي او چپ‌ لوري‌ ته په هر چا بریدونه کوي. نو موږ باید ژر تر ژره دوی خاموش کړو.».

 

هغه پوځیانو ته غږ وکړ او ویې ویل، چې هیڅوک د تورکیې او تورکیې وسله والو ځواکونو سره لوبې کولی نشي . ځکه چې ددې خبرې بدل به پرې ډیر ښه پرې‌ کړو .

 

"اوس د  حساب ورکولو وخت دی. تاسو به زمونږ د شهیدانو د وینې د هر څاڅکي حساب ورکوئ چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی، ملکي وګړي او سرتیري، هغه کوچني ماشومان، ښځې، نجونې، زده کونکي او ښوونکي. جملې کارولي دي.

 

د ویلو ده چې تورکیې د پي کاکا ترهګرې ډلې لخوا په استانبول کې د خونړي‌ برید نه وروسته د نوامبر په ۱۹ مه نیټه د سوریې او عراق په شمال کې په هوايي عملیاتو پيل وکړ.


پيوندونه: #عملیات , #تورکیه

اړوند خبرونه