په دوزجي کې زوروره زلزله رامنځته شوې

د تورکیې د دوزجي ولایت  زورورې زلزلې ولړزو.

1909947
په دوزجي کې زوروره زلزله رامنځته شوې

د تورکیې د دوزجي ولایت  زورورې زلزلې ولړزو.

نن د سهار په ډیر وختي‌ ساعتونو کې په ۴ بجو او ۸ دقیقو د دوزجي ولایت د ګول یاکا په ولسوالۍ د ریښتر په کچه  د ۵ عشاریه ۹ په شدت زلزله رامنځته شوه چې له امله يي تر ۵۰ ډیر هیوادوال ټپیان شوي‌ دي.

 

د تورکیې د ناورین پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي‌ دي‌ چې پدې زلزله کې ۵۰ تنه ټپیان شوي‌ چې د یو تن روغتیايي حالت ښه ندی.

 

د ویلو ده چې د زلزلې ټکانونه په شاوخوا ولایتونو او په ځانګړې توګه په استانبول او پلازمینه انقره کې هم احساس شوي دي.

 

د دوزجي د ولایت والي‌ جودت اتلای اعلان وکړ چې د زلزلې له امله پدې ولایت کې ښوونځي‌ د یو ورځ لپاره رخصت کړي‌ دي.


پيوندونه: #زلزله , #تورکیه

اړوند خبرونه