تورکیې په عراق او سوریه کې د وروستیو عملیاتو په لړ کې ترهګرو ته د اوښتو ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړه.

تورکیې دفاع وزیر : په پنجنې تورې د عملیاتو د پيل راهیسې ۱۸۴ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي

1909205
تورکیې په عراق او سوریه کې د وروستیو عملیاتو په لړ کې ترهګرو ته د اوښتو ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړه.

تورکیې په عراق او سوریه کې د وروستیو عملیاتو په لړ کې ترهګرو ته د اوښتو ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړه.

 د تورکيې د  ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې د پنجې تورې د  عملیاتو له پیل راهیسې چې د عراق او سوریې په شمال کې د ترهګرو اهدافو په وړاندې روان دي ، ۱۸۴ تنه  ترهګر له مینځه وړل شوي دي. اکار د تورکیې د وسله والو ځواکونو د قوماندانانو  سره  په ګډه د ځمکنیو ځواکونو په قومندانۍ کې د عملیاتو له مرکز څخه لیدنه وکړه.

اکار ویلي، د عراق په شمال کې د قندیل، اسوس، هاکورک سیمو او د سوریې په شمال کې د عرب پسرلي، منبیچ، زور غار سیمې، تل رفعت، جیزیري او دیریک  په سیمو کې هدفونه په نښه شوي دي. هغه زياته کړه، چې د عملياتو په لومړي پړاو کې د ترهګرو پټنځايونه، تجمع مرکزونه، څمڅې، تونلونه  د وسلو او مهماتو زیرمو  په ګډون ٨٩ هدفونه له منځه وړل شوي دي.

د ملي دفاع وزیر د دې په څرګندولو سره  وویل چې بېلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان د لوی سقوط په حال کې دی.

"مونږ وایو چې د  حساب پوښتلو وخت رارسیدلی دی. د هغه څه سره چې دوی مخکې کړي دي، مونږ به دوی نه  د ټولو ناوړه کړنو حساب وپښتو . دوی تیره اونۍ په استانبول کې د خونړي برید سره زمونږ په لسګونو تنو هیوادوالو ته مرګ ژوبله واړوله. همداشان تیره ورځ د اونجو پنار او قره قامش په سرحدي کرښه کې د راکټي بریدونو سره زمونږ بې ګناه هیوادوال په شهادت ورسول. د پنجې تورې  د عملیاتو له پیل راهیسې ۱۸۴ تنه ترهګر د ځمکنیو توپخانې ځواکونو پر ملاتړ  په هوايي بریدونو کې  له منځه وړل شوي دي. مونږ فکر کوو چې دا شمېره به نوره هم لوړه شي. زمونږ مبارزه به د وروستي ترهګر تر لمنځه وړو پورې دوام وکړي. د تورکیې وسله وال ځواکونه په خپلو ټولو فعالیتونو لکه په پلان او اجرا کولو کې ملکي وګړو ته ډیره زیاته پاملرنه کوي. پدې مسئله کې د ډير زیات حساسیت نه کار اخلي. چاپېریال، تاریخي، کلتوري او مذهبي بڼسټونه او مکانونو ته د هر ډول زیان د مخنیوي په خاطر د ډیر زیات پاملرنې نه کار اخلي. د تورکیې وسله وال پوځ دې ټولو حساسیتونو سره سم هر هغه څه چې لازم وي هغه به ترسره کړي.


پيوندونه: #عملیات , #تورکیه

اړوند خبرونه