تورکیې په انقره کې د سویډن سفیر سټافان هیرستروم د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.

تورکیې د سويډن سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ

1909340
تورکیې په انقره کې د سویډن سفیر سټافان هیرستروم د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.

تورکیې په انقره کې د سویډن سفیر سټافان هیرستروم د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.

انقرې په ستاکهولم کې  د نامعلومو کسانو لخوا د تورکیې د سفارت د ودانۍ په منځ کې  د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر ضد د بیلتون غوښتونکو تروریستي سازمانونو د پروپاګند او د سپکاوي د انځورونو د خپرولو غندنه وکړه.

د ډیپلوماتیکو سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د پي کاکا ترهګري سازمان پلویانو په سټاکهولم کې د تورکیې د سفارت په ودانۍ کې د پي کاکا اړوند پروپاګند  بیانونه او عکسونه او ولسمشر اردوغان ته د سپکاوي عکسونه نندارې ته وړاندې کړي دي.

له پېښې وروسته تورکیې په انقره کې د سویډن سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ .

هیرستروم ته هیله څرګنده شوه چې د دې عمل عاملین به وپیژندل شي او لازم اقدامات دې وشي او د تورکیې، سویډن او فنلنډ ترمنځ د ناټو د سرمشریزې په درې اړخیزه غونډه کې د ثبت شویو ژمنو په رڼا کې دې کوټلي ګامونه واخیستل شي.



اړوند خبرونه