ولسمشر اردوغان د جرمني د لومړي وزیر شولز سره ولیدل
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جرمني د لومړي وزیر اولاف شولز سره لیدنه وکړه.
1906781
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جرمني د لومړي وزیر اولاف شولز سره لیدنه وکړه.
ولسمشر رجب طیب اردوغان د جي شل سرمشریزې په څنډه کې چې د اندونیزیا د بالي په ټاپو کې جوړه شوې ده د نړۍ د مشرانو سره دوه په دوه لیدونو ته دوام ورکوي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست ویلي دي چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جي شل سازمان د سرمشریزې په څنډه کې د جرمني د لومړي وزیر اولاف شولز سره ولیدل.
دا لیدنه د رسنیو نه د بندو دروازو تر شا ترسره شوه.
د ویلو ده چې په لیدنه کې د دواړه اړخیزو اړیکو او سیمې پر روانو پرمختګونو خبرې شوي دي.
ولسمشر اردوغان د جي شل سرمشریزې په چوکاټ کې د امریکا ولسمشر جو بایدن ، د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون، د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان او یو زیات شمیر نورو هیوادونو د مشرانو سره هم لیدنې کړي دي.