نن د نوامبر لسمه د تورکیې جمهوریت د موسس د مړینې د ۸۴ تلین سره سمون خوري
نن د نوامبر لسمه نیټه ده چې د تورکیې جمهوریت د موسس مصطفی کمال اتاترک د مړینې د ۸۴ یم تلین سره سمون خوري.
نن د نوامبر لسمه نیټه ده چې د تورکیې جمهوریت د موسس مصطفی کمال اتاترک د مړینې د ۸۴ یم تلین سره سمون خوري.
د ازادۍ او خپلواکۍ د کرکټر په توګه اعلان شوی او یو ملت يي د اسارت نه ژغورلی
ستر رهبر مصطفی کمال اتاترک له مړینې ۸۴ کاله تېري.
د تورکیې د جمهوریت موسس اتاترک د ۱۹۳۸ میلادي کال د نوامبر په لسمه نیټه د سهار په نهو بجو او پنځو دقیقو د استانبول د دولمه باغچه په مانۍ کې ددې نړۍ نه سترګې پټې کړې.
د تورکیې جمهوریت بنسټ ایښودونکی مصطفی کمال اتاترک په خپل ۵۷ کلن ژوند کې نه یواځې د یوه قوماندان په توګه چې د تورکیې د خپلواکۍ جګړه يي (۱۹۱۹-۱۹۲۳) په بریا سره یې رهبري کړې وه، بلکې د یوه سیاستوال په توګه هم په خپل انقلابونو کې راښکاره شو.
د تورکیې د جمهوریت د بنسټ اېښودونکي غازي مصطفی کمال اتاترک د مړیني د ۸۴م تلین په مناسبت د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون رسمي مراسم د هغه په مزار کې ترسره شول.
اردوغان د اتاترک په مقبره د ګلانو ګیډۍ کېښوده.
د سهار په ۹ بجو او ۵ دقیقو ، کله چې ۸۴ کاله وړاندې اتاترک وفات شو، د هغه معنوي حضور ته د درناوي په خاطر یوه شېبه چوپتیا غوره شوه او بیا ملي سرود وغږول شو.
ولسمشر اردوغان د اتاترک د مزار په ځانګړې کتاب لاسلیک وکړ او داسې ولیکل!
" ګرانه اتاترکه : تر کومه چې زمونږ د ملت د پیړیو راهیسي آرمانونه پوره شوي نوي مونږ به ونه دریږو، د بریدونو په وړاندې به تسلیم نه شو او مونږ به د قوي او پیاوړي هوډ سره خپلې مبارزې ته دوام ورکړو. "
د ویلو ده چې په ټول هیواد کې نن د اتاترک یاد په درناوي سره ونمانځل شو، او د سهار په ۹ بجو او ۵ دقیقو په ټول هیواد کې ژوند په ټپه ودرید او د یوې شیبې لپاره اتاترک ته د درناوي په پار چوپتیا غوره شوه.