د عراق په شمال کې د تورکیې ۲ تنه سرتیري شهیدان او ۲ تنه نور ټپيان شول
د عراق په شمال کې د ترهګرو لخوا د تورکیې د وسله والو ځواکونو پر هډې د برید په نتیجه کې دوه تنه سرتیري په شهادت ورسیدل.
1902955
د عراق په شمال کې د ترهګرو لخوا د تورکیې د وسله والو ځواکونو پر هډې د برید په نتیجه کې دوه تنه سرتیري په شهادت ورسیدل.
د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د عراق په شمال کې د پي کاکا ترهګري سازمان د ترهګرو په برید کې زمونږ دوه تنه سرتیري شهيدان او دوه نور ژوبل شوي دي.
ملي دفاع وزارت په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې ،
"د عراق په شمال کې ترهګرو زمونږ د سرتیرو په هډې برید کړی چې په نتیجه کې دوه تنه سرتیري شهیدان او دوه تنه نور ټيپان شوي دي.
مونږ د خدای له درباره خپلو شهیدانو ته د فردوس جنت او د هغوی غمجنو کورنیو، د تورکیې وسله والو ځواکونو او زمونږ شریف ملت ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوو."