په تورکیه کې د ډبرو سکرو په معدن کې د چاودنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه

د تورکیې د بارتین ولایت د اماسرا په ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په معدن کې د چاودنې له امله د مړو شمیره ۴۱ تنو ته لوړه شوه.

1893282
په تورکیه کې د ډبرو سکرو په معدن کې د چاودنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه

د تورکیې د بارتین ولایت د اماسرا په ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په معدن کې د چاودنې له امله د مړو شمیره ۴۱ تنو ته لوړه شوه.

د ویلو ده چې د اکتوبر په ۱۴ مه نيټه د جمعې د ورځې د ماښام د ۶ بجو او ۱۵ دقیقو په شاوخوا کې د بارتین ولایت د اماسرا په ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په معدن کې د نامعلوم لامل له امله چاودنه رامنځته شوه.

د چاودنې نه وروسته سمدلاسه د ژغورنې ډلې د پيښې سیمې ته ورسیدې. د ژغورنې ډلو ۵۸ تنه ژوندي‌ وژغورل. همداشان پدې پيښه کې ۱۱ تنه ټپيان شوي‌ دي‌ چې د بعضو روغتیايي حالت نازکه دی.

د پیښې ټپیان ځیني‌ د بارتین ولایت روغتونونو ته او ځینو نور بیا د استانبول روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي‌ دي.

د ویلو ده چې د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم  د خالي‌ په ورځ‌ د پيښې د ځای نه لیدنه وکړه او وویل چې له بده مرغه چې پدې پيښه کې زمونږ ۴۱ تنو ورونو ژوند د لاسه ورکړی دی . د وروستي‌ کس مړی هم وموندل شو او د پلټنې چارې سرته ورسیدې.

ولسمشر اردوغان وویل چې دا پیښه به په ډیره هر اړخیزه توګه وڅیړل شي‌ او هر هغه څوک چې ددې پيښې لامل وي‌ او یا غلفت يي کړی وو هغه به د قانون منګولو ته وسپارل شي‌ او حساب به ترینه وپوښتل شي.

ولسمشر اردوغان وویل چې زمونږ دا معدن د ډیرو ښو امکاناتو نه برښمند وو خو قسمت او تقدیر به همدا وو.

ولسمشر اردوغان وویل چې ددې پيښې د شهیدانو د کورنیو سره به لازمې مرستې وشي.

ځکه چې ددوې کورنۍ مونږ امانت پاتې دي.

ولسمشر اردوغان وروسته ددې پيښې د ځینو قربانیانو په جنازو کې ګډون وکړ.

همداشان ولسمشر اردوغان د ټولو هغه هیوادونو نه چې ددې سترې غمیزې له امله يي تورکیې ته د تسلیت پيغامونه رالیږلي‌ او خواخوږي کړې د مننه وکړه.


پيوندونه: #چاودنه , #معدن , #تورکیه

اړوند خبرونه