تورکیې او قزاقستان ګډه اعلامیه خپره کړه

د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان او د قزاقستان ولسمشر قاسم جومرت توکايف د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۳۰مې کليزې په مناسبت ګډه اعلاميه خپره کړه.

1892578
تورکیې او قزاقستان ګډه اعلامیه خپره کړه

د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان او د قزاقستان ولسمشر قاسم جومرت توکايف د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۳۰مې کليزې په مناسبت ګډه اعلاميه خپره کړه.

د تورکیې او قزاقستان د اړیکو د ټینګیدو د دیرشمې کلیزې په مناسبت پرون د قزاقستان په پلازمینې استانه کې د ولسمشر اردوغان او توکایف په مشرۍ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې له ترسره شویو لیدونو  کتنو وروسته یوه ګډه اعلامیه خپره شوه.

پډې اعلامیه کې چې ۱۶ مادې لري ویل شوي دي چې  تورکیې او قزاقستان ترمنځه به په یو زیات شمیر برخو کې د همکاریو کچه لوړه شي.

په اعلاميه کې پر دې ټينګار شوی چې د ترانسپورت په برخه کې د ترانس-کاسپين لارې او د باکو-تفليس-قارس لارې د اغېزمنې استفادې لپاره به د همغږۍ هڅې ګړندۍ شي، له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه هم په تفصيل سره د بحث لاندې ونیول شي.

"دا موافقه وشوه چې د ټولو هغو جوړښتونو پر وړاندې مبارزه پياوړې کړي چې د دواړو هېوادونو ملي امنیت ته ګواښ پېښوي."

په اعلاميه کې ويل شوي چې د دفاعي صنعت، تعليم، چاپېريال او ځنګلونو په برخو کې د ګډ کار د فرصتونو د زياتولو په موخه هوکړه وشوه او په نړيوالو سازمانونو کې به دوه اړخيزې همکارۍ ته دوام ورکول کېږي.



اړوند خبرونه