تورکیې لیبیا سره یو بل مهم تړون لاسلیک کړ

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل ،"مونږ په بشپړ ډول هوډ لرو چې مدیترانې سمندر د سولې په سمندر بدل کړو چې ټول ساحلي هیوادونه ترې ګټه پورته کوي."

1887837
تورکیې لیبیا سره یو بل مهم تړون لاسلیک کړ

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل ،

"مونږ په بشپړ ډول هوډ لرو چې مدیترانې سمندر د سولې په سمندر بدل کړو چې ټول ساحلي هیوادونه ترې ګټه پورته کوي."

د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو، د انرژۍ او طبیعي زیرمو وزیر فتح دنمیز، د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار، د سوداګرۍ وزیر محمد موش، د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون او د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند سفیر ابراهیم قالن په ګډون پلاوي سره رسمي سفر په ترڅ کې د لیبیا پلازمینې طرابلس ته لاړ.

تورکیې بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو او د لیبیا د بهرنیو چارو وزیر نیکلا منګوش د دوه اړخیزو غونډو وروسته په  ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې ګډون وکړ.

چاووش اوغلو دلته په خپله وینا کې وویل چې د تورکیې او لیبیا ترمنځ د هایدرو کاربن په برخه کې یو تفاهم لیک لاسلیک شو.

هغه وویل: "زه هیله لرم چې مونږ به د ګازو په برخه کې د تفاهم لیک په لاسلیک کولو سره بیرته راستانه شو."

مولود چاووش اوغلو، د تورکیې او لیبیا د تړون په اړه وویل چې

"دریم  ګړي هیوادونه حق نه لري چې د دوو خپلواکو هیوادونو لخوا لاسلیک شوي تړون کې لاسوهنه وکړي."

وزیر چاووش اوغلو وویل: "مونږ هم په بشپړ ډول هوډ لرو چې مدیترانې د سولې په سمندر بدل کړو چې د سمندر ټول  ساحلي  هیوادونه ترې ګټه پورته کوي."

"په همدې خاطر زمونږ جلالتمآب ولسمشر (رجب طیب اردوغان) اروپايي ټولنې ته د یوه ګډ کنفرانس وړاندیز هم کړی دی. اوس مونږ د اروپايي ټولنې له لوري د مثبت ځواب تمه لرو. نه یواځې د ستراتیژیکو همکاریو د عالي شورا غونډه، بلکې نور میکانیزمونه هم رابلل کېږي. په راتلونکي وخت کې به خپلې اقتصادي همکارۍ پياوړې کړو، مونږ بايد له دې څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلو. زمونږ د سوداګرۍ وزير نن په هغه غونډه کې چې له لومړي وزير سره مو ترسره کړه، د ګډې اقتصادي غونډې لپاره چمتو وښوده."

چاوش اوغلو خپلې وینا ته په لاندې ډول دوام ورکړ:

"مونږ د تورکیې د ملکي هوايي چلند شرکت  ترکش ایرلاینز لیبیا ته د الوتنو د پيلولو  لپاره هم په ګډه کار کوو ترڅو بیا الوتنې پیل کړي. کله چې شرایط ښه شي ، مونږ امید لرو چې زمونږ د بنغازي قونسلګري بیا پرانستل شي."


پيوندونه: #تړون , #لیبیا , #تورکیه

اړوند خبرونه