تورکیه د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف مبارزې ته دوام ورکوي.

په تورکیه کې نیول شوي په سلګونو تنه ناقانونه افغان کډوال خپل هیواد ته واستول شول

1883136
تورکیه د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف مبارزې ته دوام ورکوي.

تورکیه د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف مبارزې ته دوام ورکوي.

تورکیې ۴۸۳  تنه ناقانونه افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته واستول.

په تورکیه کې د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې نیول شوي ۴۸۳ تنه ناقانونه افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته واستول شول.

د ویلو ده چې دا ناقانونه کډوال د تورکیې د اغدر ولایت نه په  الوتکو کې خپل هیواد ته واستول شول .

دا کسان په غیرې قانوني توګه د تورکیې خاورې ته راداخل شوي وو .

د نامنظمې کډوالۍ د  ستراتیژۍ سند او د عمل ملي پلان په چوکاټ کې د روانې مبارزې په ترڅ کې نیول شوي ناقانونه کډوال  د چارټر الوتنو له لارې خپلو هیوادونو ته لیږل کیږي.

په دې چوکاټ کې د اغدر ولایت د کډوالو د بیرته ستنولو  له مرکز څخه ۴۸۳ تنه ناقانونه  افغان  کډوال د یاد شوي ولایت د کډوالۍ د چارو د ادارې په همغږۍ د جاندارم قومندانۍ د ځانګړو  ټیمونو له خوا د صحي معایناتو له ترسره کولو وروسته د اغدر ولایت د  شهید بولنت آیدن هوایي ډګر ته راوړل شول.

کډوال له دې ځایه  د چارټر الوتنو په واسطه د افغانستان پلازمینې کابل ته ولیږدول شول. د ویلو ده چې یواځې سږکال د اغدر ولایت  څخه خپلو هیوادونو ته  د استول شوو غیرقانوني کډوالو  شمیر ۴۳۹۷  ته ورسید.



اړوند خبرونه