تورکیې له ۱۰۰۰ اړمنو افغان کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
تورکیه د افغانانو سره چې د سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي مرستو ته دوام ورکوي
تورکیې له ۱۰۰۰ اړمنو افغان کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
تورکیې سرې میاشتې په افغانستان کې د ژور اقتصادي بحران د منفي اغیزو د کمولو لپاره د خپلو بشري مرستو په دوام کې له ۱۰۰۰ اړمنو افغان کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د تورکیې د سرې میاشتې ادارې او د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون په همکارۍ برابر شوي خوراکي توکي د افغاني سرې میاشتې په همغږي په پلازمېنه کابل کې په اړمنو کورنیو وویشل شول.
د ویلو ده چې په هرې کورنۍ سل کیلوګرامه وړه او وریجې او ۵۲ کیلوګرامه غوړي، لوبیا، نخود، بوره او نور خوراکي توکي وویشل شول.
د خوراکي توکو ترڅنګ له ۱۵۰ هغو کورنیو سره چې د کونډو او ماشومانو له خوا د ژوند چارې پرمخ وړي، ۱۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
په همدې حال کې له تورکيې څخه افغانستان ته د ښې ګڼې په ریل ګاډو کې لېږل شويو مرستو د وېش لړۍ دوام لري.
څه باندې اوه زره ټنه بشري مرستې، چې له يادو اورګاډو سره افغانستان ته لیږدل شوي ، تر اوسه لسګونه زره اړمنو افغان کورنيو ته رسېدلي دي.
د جون په ۲۲ د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د ۵.۹ درجې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د سېلابونو له امله سلګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.