تورکیې په کابل کې په جومات ترهګری برید په کلکو ټکو وغنده

تورکیې د افغانستان په پلازمینه کابل کې پر یوه جومات ترسره شوی تروریستي په کلکه توګه وغنده او د برید د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

1869464

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې په کابل ښار کې پر یوه جومات تروریستي برید شوی چې له امله ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په خبرپاڼه کې راغلي، "موږ دغه غیر انساني تروریستي عمل په کلکو ټکو غندو او ددې پیښې قربانیانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت  غوښتنه کوو، د هغوی له خپلوانو، دوستانو او خپل افغان  وروڼو ته د تسلیت  او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوو. د ویلو ده چې تیره ورځ د کابل په یو جومات کې د ماښام  د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه چې له امله يي په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

اړوند خبرونه