د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

1863826
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ولسمشر اردوغان د ډیرو زیاتو پرله پسې هڅو او د اوکراین او روسیې په نزد  د هغه د اعتبار له امله، د "غلو دانو  دهلیز تړون" د جمعې په ورځ، د جولای په ۲۲ په استانبول کې د تورکیې، روسیې، اوکراین او ملګرو ملتونو سازمان  ترمنځ لاسلیک شو. د تورکیې په کوربه توب  لاسلیک شوي د غلې داني دهلیز د تړون له مخې د نړیوال خوړو خوندیتوب په برخه کې یو مهم ګام پورته شوی دی.

 د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو څیړونو  د مطالعاتو مرکز یو تن څیړونکي جان اجون د موضوع په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د برید نه وروسته، په تور سمندرګي کې د اوکراین  له بندرونو د ټرانسپورتي کښتیو تګ راتګ په ټپه دریدلی وو. روسیې  لخوا د اوکراین بندرونه، په ځانګړې توګه د اوډیسا ښار او بندر محاصره کول، د نړۍ د خوړو خوندیتوب د لوی ګواښ سره مخ شو. د اوکراین په بندرونو کې د ملیونونو ټنو غلو دانو او صادراتو لارې بندې شوې. پداسې حال کې چې دا وضعیت محصولاتو ته لاسرسی محدودوي، دا د خوراکي توکو د بیو د چټک زیاتوالی او په ځانګړې توګه د بې وزلو هیوادونو د خوړو خوندیتوب ته مستقیم ګواښ مخامخ کړ.

په دې برخه کې، د تورکیې ولسمشر اردوغان د اوږدې مودې ډیپلوماټیکو هلو ځلو  په نتیجه کې د تورکیې تر څارنې لاندې د اوکراین او روسیې د  یوځای کولو سره د غلې دهلیز د جوړولو لپاره مبارزه  وکړه. په نهایت کې ، دا د تفاهم لامل شو.

 

د اوکراین په بندرونو کې د بند پاتې غلو د ایستلو لپاره د اوکراین له بندرونو څخه د غلو او خوراکي توکو د خوندي لیږد تړون د جولای په ۲۲ په استانبول کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په ګډون د یو لړ مراسمو په لړ کې لاسلیک شو. . د دې موافقې له مخې، په جوارو بار لومړۍ  لکښتۍ له اودیسا بندر څخه راووتله، چې له میاشتو راهیسې بند وو. دا کښتۍ په استانبول کې د ګډې همغږۍ مرکز او اړوندو تورکي چارواکو تر څارنې لاندې لبنان پر لورې حرکت وکړ.

له جګړې مخکې له اوکراین څخه هر کال شاوخوا ۵۰ میلیونه ټنه غلې دانې، وربشې، لمر ګل، جوار او نور خوراکي توکي صادرېدل. د دې موافقې سره، د نړۍ د خوراکي توکو په نرخونو کې چټک کمښت لا دمخه پیل شوی. په دې توګه به په سلهاو میلیونه  خلک خوراکي توکو ته خوندي او ارزانه لاسرسی پیدا کړي.

 

که څه هم دا تړون د تورکیې او ولسمشر اردوغان لپاره یوه ستره دیپلوماتیکه او سیاسي بریا ده، خو د بشریت لپاره هم یوه لویه لاسته راوړنه ده. ولسمشر اردوغان باید د خپلو هڅو په خاطر د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړي.



اړوند خبرونه