د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د هیواد د عالي عسکري شورا غونډه جوړه شوه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د عالي پوځي شورا غړو په پلازمینه انقره کې د تورکیې جمهوریت د بنسټ ایښودونکي مصطفی کمال اتاترک مقبرې انت کبیر زیارت وکړ.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د عالي پوځي شورا غړو په پلازمینه انقره کې د تورکیې جمهوریت د بنسټ ایښودونکي مصطفی کمال اتاترک مقبرې انت کبیر زیارت وکړ.
ولسمشر اردوغان د غازي مصطفی کمال اتاترک په مزار د ګلانو د ګیډۍ د ایښود او درناوي د مراسمو د پر ځای کولو نه وروسته د اتاترک د مزار ځانګړی کتاب لاسلیک کړ او داسې ولیکل !
"ګرانه اتاترک، موږ د شورا د غړو په توګه د ۲۰۲۲ کال د غونډې په مناسبت ستاسو په حضور کې یو. زه ستاسو جلالتمآب او زموږ د اتلو شهیدانو یادونه کوم او هیله لرم چې زموږ د شورا غونډه د د خیر وسیله وګرځي. ستاسې لخوا مونږ ته په امانت کې پریښودل شوي د تورکیې جمهوریت پدې حساس وخت کې چې په سیمه کې نښتې او ناکراري دوام لري د ثبات او باور د څلي په توګه خپل پرمختګ ته دوام ورکوي.
زموږ اتل پوځ د خپل دندو، دسپلین، پرله پسې مخ پر زیاتیدونکي مقاومت او دیموکراتیکو اصولو ته په وفادارۍ سره زموږ ملت ته لا زیات د باور او اعتماد ډاډ ورکوي. له ترهګرۍ سره د مبارزې څخه نیولې تر پولې پورې غاړې عملیاتو پورې په بېلابېلو ډګرونو کې د پام وړ لاسته راوړنې د تورکیې د وسله والو ځواکونو ځواکمنتیا، موثریت او وړتیاوې په څرګنده توګه څرګندوي. روح مو ښاد."