د تورکیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د امریکا  متحده ایااتونو د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره له اوکراین څخه د غلو صادراتو په اړه خبرې وکړې.

1863517

د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې، د بلینکن سره د چاووش اوغلو د خبرو اصلي اجنډا د غلو دهلیز و.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د اوکراين په بندرونو کې د شاوخوا ٢٥ ميليونه ټنه غلو د صادراتو په اړه موافقه ليک لاسليکیدو نه وروسته  د تورې بحیرې د  دهليز له لارې لومړۍ بېړۍ د اوکراین د بندر نه د لبنان پر لورې حرکت وکړ.

چاوش اوغلو-بلینکن په دې ټیلیفوني خبرو  کې د تورکیې او امریکا ترمنځه اړیکو په اړه هم خبرې وکړې.

د جولای په ۲۲مه د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ، تورکیې، روسیې، اوکراین او ملګرو ملتونو ترمنځه د «اوکراین له بندرونو څخه د غلو او خوراکي توکو د خوندي لېږد» سند لاسلیک شو.

ددې تړون له مخې  تورکیې د استانبول په ښار کې د ګډې همغږۍ مرکز د تور سمندرګي له لارې د اوکراین  څخه د غلو د محصولاتو د خوندي لیږد لپاره تاسیس شو. د ګډې همغږۍ دې مرکز د جولای په ۲۷ په فعالیت پيل وکړ.

د ګډې همغږۍ مرکز د خپل لومړني فعالیت په توګه  اوکراین نه راغلي لومړنۍ

د رزوني په نوم کښتۍ د روسیې، اوکراین، تورکیې او د ملګرو ملتونو د استازو له پلټنو وروسته پرون له استانبول څخه وخوځېده او لبنان پر لورې حرکت وکړ.

اړوند خبرونه