د اوکراین له اودیسا بندر څخه د غلو لومړۍ کښتۍ حرکت وکړ.
د اوکراین د بندرونو نه نړۍ ته د غلې دانې په لیږد پيل وشو
د اوکراین له اودیسا بندر څخه د غلو لومړۍ کښتۍ حرکت وکړ.
د ویلو د چې کښتۍ د تورکیې په ځايي وخت د سهار په اتو بجو او ۳۰ دقیقو روانه شوه.
د تورکیې د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د اوکراین او روسیې له وزیرانو او اړوندو خواوو سره د کتنو او په استانبول کې د ګډې همغږۍ د مرکز د جدي کار په پایله کې دغه هوکړه وشوه. لومړۍ کښتۍ چې له غې دانې ډاکه ده د اوډیسا بندر څخه به په اتو بجو او ۳۰ دقیقو حرکت وکړ.
په اعلاميه کې ويل شوي دي چې د رزوني په نامه دا باروړنکې مصري بېړۍ چې د سيراليون بیرغ پرې رپیږي د لبنان پر لورې حرکت کړی دی.
" د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۲ نیټه د تورکیې، روسیې فدراسیون، اوکراین او ملګرو ملتونو ترمنځ لاسلیک شوي د "اوکراین له بندرونو څخه د غلو او خوراکي توکو خوندي لیږد د سند" په ترڅ کې به د ټاکل شوي دهلیزونو او طرزالعملونو په چوکاټ کې نورې کښتۍ هم حرکت وکړي.