د عراق په شمال کې د تورکیې یو تن سرتیری په شهادت ورسید
د عراق په شمال کې په روانو عملیاتو کې د تورکیې د وسله والو ځواکونو یو تن سرتیری په شهادت ورسید
1861074
دعراق په شمال کې د تورکیې د وسله والو ځواکونو له خوا ترهګرۍ پر خلاف د روانو پنجې تالۍ په عملیاتو کې د ترهګرو لخوا د ډزو په نتیجه کښې یو تن سرتیری په شهادت ورسید .
د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په سیمه کې د بېلتون غوښتونکو ترهګرو ډلو له خوا د ډزو په پایله کې یو تن سرتېری چې سخت ټپي شوی وو په روغتون ساه ورکړه.
دفاع وزارت د تورکیې وسله وال پوځ ، تورک ملت او د شهید کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.