د عراق د موصل په ښار کې د تورکیې په قونسلګرۍ برید شوی

تورکیې د عراق په موصل کې ښار د تورکیې پر قونسلګرۍ برید غندلی او ویلي یې دي چې د پېښې عاملین باید ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپارل شي.

1860205
د عراق د موصل په ښار کې د تورکیې په قونسلګرۍ برید شوی

تورکیې د عراق په موصل کې ښار د تورکیې پر قونسلګرۍ برید غندلی او ویلي یې دي چې د پېښې عاملین باید ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي،

"د جولای په ۲۷ مه سهار په ساعتونو کې  په موصل کې زموږ پر قونسلګرۍ برید وشو. په برید کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی. مونږ دا برید په  کلکه غندو او هر څه ژر ددې برید  عاملینو د نیولو او قانون منګولو ته د سپارولو غوښتنه کوو. عراقي چارواکي باید د ډیپلوماټیکو نمایندګیو د ساتنې لپاره خپل مسؤلیتونه ترسره کړي."

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا برید د ملګرو ملتونو سازمان  د امنیت شورا د غونډې پر مهال شوی، چې د پام وړ دی.

"پداسې یو حساس وخت کې چې زمونږ پر هیواد ناحقه او بې بڼسټه تورونه لګول شوي دي او د عراقي مقاماتو په غوښتنه د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډه جوړه شوې وه په موصل کې د تورکیې په قونسلګرۍ برید وخیم او د پام وړ دی.

د همدې امله مونږ یو ځل بیا په عراقي مقاماتو د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې د تمرکز کولو او ددوې د خاورې نه ګاونډیو هیوادونو او پدې هیواد کې موجودو ډیپلوماټیکو نماینده ګیو ته د مخامخ ګواښونو د برطرف کولو او د ترهګرۍ پر خلاف قوي مبارزې غږ کوو. مونږ د عراقي مقاماتو نه هر څه ژر ددې ګواښونو د ختمولو غوښتنه کوو.



اړوند خبرونه