تورکیې په مادرید کې د څلور اړخیزې غونډې نه هغه څه ترلاسه کړل چې غوښتل یې.

تورکیې د هسپانیا په پلازمینه مادرید کې د په څلور اړخیزه سرمشریزه  کې  هغه څه ترلاسه کړل چې غوښتل یې.

1849482
تورکیې په مادرید کې د څلور اړخیزې غونډې نه  هغه څه ترلاسه کړل چې غوښتل یې.

تورکیې د هسپانیا په پلازمینه مادرید کې د په څلور اړخیزه سرمشریزه  کې  هغه څه ترلاسه کړل چې غوښتل یې.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د فنلنډ ولسمشر ساولي نینیستو، د سویډن لومړۍ وزیرې ماګدالنا اندرسون او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په څلور اړخیزه غونډه کې ګډون کړی وو.

د بندو دروازو تر شا په ترسره شوې دې سرمشریزه کې  تورکیې  هغه څه ترلاسه کړل چې غوښتل يي.

د تورکیې، سویډن او فنلنډ ترمنځ په ناټو کې د غړیتوب د پروسې په اړه د تورکیې ، فنلنډ او سویډن د بهرنیو چارو وزیرانو  ترمنځ درې اړخیز تفاهم لیک لاسلیک شو.

د نوموړې څلور اړخیزې سرمشریزې نه وروسته په خپره شوې ګډه اعلامیه کې راغلي دي چې "فنلنډ او سویډن په ښکاره او غیرمستقیم ډول د تورکیې پر ضد د ټولو ترهګرو سازمانونو لخوا ترسره شوي بریدونه غندي. فنلنډ او سویډن د PKK او نورو ټولو ترهګرو سازمانونو او اړوندو کسانو د فعالیتونو د مخنیوي ژمنه کوي."

په اعلاميه کې ويل شوي چې درې واړه هېوادونو پرېکړه کړې چې د تروريستي سازمانونو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره به خپلې همکارۍ زياتې کړي او فنلنډ او سويډن به د تورکیې لخوا چمتو شوو شواهدو او استخباراتو د معلوماتو په پام کې نيولو سره د تروريستي شکمنو کسانو د اخراج او سپارلو غوښتنې په چټکۍ سره پرمخ وړي. یادونه وشوه چې د پي کاکا ترهګریز سازمان او څانګو لپاره يي د تمویل او استخدام فعالیتونو په اړه تحقیقات پیل کړي او بندیزونه به پرې ولګوي.

په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې تورکیې د ناټو د پرانستې دروازې له تګلارې خپل ملاتړ تایید کړ او د مادرید په سرمشریزه کې یې د ناټو د غړیتوب لپاره د فنلنډ او سویډن له بلنې خپل ملاتړ څرګند کړ.

په اعلامیه کې ویل شوي چې فنلنډ او سویډن به د ناټو د راتلونکي متحدینو په توګه د PYD/YPG او په تورکیه کې د FETO په توګه تعریف شوي سازمان څخه ملاتړ ونه کړي، او د جولای د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره به ترهګرو مجرمینو قانون نافذ کړي او حکومت به د ترهګرۍ پر خلاف مبارزه لا تحکمیه کړي.

په بیان کې ویل شوي چې تورکیې، فنلنډ او سویډن تایید کړې چې د دوی تر منځ نور د ملي وسلو بندیز شتون نلري.



اړوند خبرونه