د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغی.
د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د یو ستر هیئت په ملګرتیا ترکیې ته راغی

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغی.
د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان نه د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا په پلازمینه انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې تود هرکلی وشو.
ولسمشر اردوغان او شهزاده سلمان د دوه په دوه لیدنې نه وروسته د دواړو هیوادونو د هیئتانو تر ترمنځه په لیدنه کې ګډون وکړ.
په دې ليدنه کې پر سيمه ييزو او نړيوالو پرمختګونو په اړه د خبرو سربیره ، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې به په هر اړخيز ډول وارزول شوې. د خبرو اترو اصلي اجنډا به اقتصاد وي.
همداشان پدې لیدونو کتنو کې به د تجارت نه تر سياحت پورې، د صحت نه دفاعي صنعت پورې په بېلا بېلو څانګو كښې د همکاریو د زياتولو په ګامونو خبرې وشي.
همداشان تمه کیږي چې د تورکیې او سعودي عربستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې ځینې تړونونه هم لاسلیک شي.
د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان هم د روان کال د اپریل په ۲۸ او ۲۹ نیټه د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود په بلنه جدې ته سفر کړی وو او هلته يي بیلابیلې غونډې کړې وې.
اردوغان د مې په ۱۰ مه له شهزاده محمد بن سلمان سره په ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو مسایلو په اړه هم خبرې وکړې.