ولسمشر اردوغان : په توره بحیره کې کشف شوي ګاز به راتلوونکي کال کې مصرف ته چمتو کړو

اردوغان : مونږ به د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ ربع کې په لومړي پړاو کې تولیدونکي  د ورځې  ۱۰ میليونه متر مکعب طبيعي ګاز خپل ملي لېږد سيستم ته انتقال کړو."

1842725
ولسمشر اردوغان : په توره بحیره کې کشف شوي ګاز به راتلوونکي کال کې مصرف ته چمتو کړو

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د تورې بحيرې د طبيعي ګازو په اړه وويل، "موږ به د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ ربع کې په لومړي پړاو کې تولیدونکي  د ورځې  ۱۰ میليونه متر مکعب طبيعي ګاز خپل ملي لېږد سيستم ته انتقال کړو."

ولسمشر اردوغان  په فیلیوس کې  د « تورې بحیرې  د ګازو د لومړنۍ نللیکې د غځولو   او ویلډنګ  ل  په مراسمو کې  ګډون وکړ.

اردوغان دلته په خپله وینا کې وویل چې دوی د تور سمندرګي د ګازو په برخه کې یوه مهم پړاو ته د رسیدي . ترکیې تر ننه پورې تر ټولو لوی طبیعي ګاز کشف کړی دی او یادونه یې وکړه چې دوه کاله وړاندې کله چې مونږ دا  ښه خبر اعلان کړ، انشاالله چې دا ګاز به د ۲۰۲۳ کال  په لومړۍ ربع کې هیوادوالو مصرف ته وړاندې کړو.

 

موږ به د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ ربع کې په لومړي پړاو کې تولیدونکي  د ورځې  ۱۰ میليونه متر مکعب طبيعي ګاز خپل ملي لېږد سيستم ته انتقال کړو.".

امید دی چې د ساکریا ګاز ساحه کې  به تر  ۲۰۲۶ کاله  کې لوړ تولید ته ورسیږي. موږ په پام کې لرو چې زموږ د ورځني ګاز تولید ظرفیت ۴۰ میلیونه متر مکعب ته لوړ کړو."



اړوند خبرونه