د ترکیې او صربستان  ترمنځه د پاسپورت پرته په پیژند پاڼو باندې تګ راتګ  پیلیږي.

د ترکیې او صربستان ترمنځه په اړیکو کې یو بل مهم ګام اوچت شو

1840838
د ترکیې او صربستان  ترمنځه د پاسپورت پرته په پیژند پاڼو باندې تګ راتګ  پیلیږي.

د ترکیې او صربستان  ترمنځه د پاسپورت پرته په پیژند پاڼو باندې تګ راتګ  پیلیږي.

د صربستان  د حکومت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې د ترکیې او صربستان اتباع کولای شي د خپلو پیژند پاڼو  د یو بل هیواد ته داخل شي او سفر وکړي.

په خبرپاڼه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې  دا اقدام  به د دواړو هیوادونو اقتصادونو سره مرسته وکړي او  تمه کیږي د دوه اړخیزو سیلانیانو کچه لوړه کړي.

په بلګراد کې د ترکیې سفیر هامي اقسوی ویلي چې د صربستان د حکومت له دې پرېکړې وروسته به په لنډ وخت کې د دواړو خواوو تر منځ یو پروتوکول لاسلیک شي څو د پیژندپاڼې  سره د تګ راتګ دود پیل شي.


پيوندونه: #صربستان , #ترکیه

اړوند خبرونه