ولسمشر اردوغان د اوکراین او روسیې له ولسمشرانو سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

ولسمشر اردوغان له اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي‌ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

1834963
ولسمشر اردوغان د اوکراین او روسیې له ولسمشرانو سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره ټیلیفوني خبرې وکړې. له بلې خوا ولسمشر اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست  له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ټيلیفوني‌ خبرو  کې د اوکراین او روسیې د جګړې په وروستیو پرمختګونو خبرې وشوې. ولسمشر اردوغان په دې خبرو کې وویل چې دوی د اوکراین او روسیې ترمنځ د مذاکراتو د دوام لپاره هر ډول هڅې کړې دي او د منځګړیتوب په ګډون هر ډول مرستې ته چمتو دي.

 

ولسمشر اردوغان وویل چې هغه د سمندر له لارې د اوکراین د کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره د خوندي دهلیز جوړولو پروژې ته ځانګړی اهمیت ورکوي. ولسمشر اردوغان وویل چې دوی ملګرو ملتونو سازمان په ګډون د کنټرول په مرکز کې د ګډون په اړه مثبت نظر لري او د اصولو په توګه په استانبول کې د مرکز کوربه توب کوي.

 

ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم خبرې وکړې.

ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  هم ټیلیفوني خبرې وکړې. د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې خبرو کې د سیمې پر مسایلو په ځانګړې توګه د اوکراین او روسیې د جګړې او همدا راز د ترکیې او روسیې د اړیکو په اړه خبرې وشوې.

 

ولسمشر اردوغان  پدې ټیلیفوني خبرو کې  ویلي دي چې  د روسیې او اوکراین ترمنځه  ژر تر ژره  د سولې د زمینې په رامنځته کولو سره  د جګړې د منفي اغیزو د راکمولو  او د اعتماد د رامنځته کولو په خاطر  داسې ګامونو ته اړتیا ده. ولسمشر اردوغان څرګنده كړه چې دوى چمتو دي چې په استانبول كې له روسيې، اوكراين او ملګرو ملتونو سره ليدنه وكړي او د احتمالي څارنې په ميكانيزم كې رول ولوبوي، په هغه صورت كې چې دواړه لوري په اصولي توګه موافقه وکړي. ولسمشر اردوغان دې ته په اشارې سره چې د ترکیې او سوریې ترمنځه د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په میاشت کې د ترکیې پولو ترڅیرمه د ۳۰ کیلومترو په ژورتیا سره د خوندي‌ سیمې په اړه موافقه شوې وه .  په سوریه کې د ترکیې او سوریې پر ملکي وګړو د PKK/YPG ترهګرې ډلې بریدونه دوام لري چې ددې بریدونو د مخنیوي‌ او د سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره ددې ترهګرو پر وړاندې ګام اوچتول یو لازمي‌ خبره ده.



اړوند خبرونه