په عراق کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو درې تنه سرتیري په شهادت ورسیدل

دعراق په شمال کښې د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا روانو د پنجې تالۍ  په عملیاتو کښې له ترهګرو سره د نښتې په نتیجه کښې درې پوځیان شهیدان او څلور نور ژوبل شوي دي .

1831591

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي  چې

"د ۲۰۲۲ کال د مۍ په ۲۴ مه د پنجې تالۍ  په عملیاتو کې له ترهګرو سره په نښته کې زموږ درې اتل سرتیري شهيدان او څلور تنه نور اتل ملګري ټپيان شول او سمدلاسه روغتون ته انتقال او درملنې لاندې نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي ددې پیښې شهیدانو   ته چې مونږ يي په زړه ټپیان او ډیر غمجن کړي یو  د الله  له درباره څخه  د رحمت او مغفرت ، ټپیانو نه د عاجلې شفاء او د شهیدانو کورنیو  او  د ترکیې وسله والو ځواکونو او زموږ شریف ملت ته د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوو .

پيوندونه: #عملیات , #عراق

اړوند خبرونه